ژباړه: فدامحمدمنصور
|  |
 | | | درسنيومرکز په حکومت پورې اړوندې پېښې او مسايل د همدې مرکزله لارې هېوادوالوته رسوي. |
افغان حکومت ، د ښه اړيکو او سمو اطلاعاتو رسولو په موخه په 2008 کال کې د رسنيو او اطلاعاتو مرکز د جمهوري رياست دوياندددفترپه چوکاټ کې رامنځته کړ. دا مرکز له يوې خوا له رسنيو سره د حکومت اړيکې ټينګوي او له بله پلوه د حکومتي ادارو ترمنځ مطبوعاتي هماهنګي رامنځته کوي . د افغانستان د رسنيو او اطلاعاتو مرکز د ورځې په اوږدو کې له ټولو وزارتونو او ولاياتونه دخپرېدا وړ مالومات راټولوي. دا مالومات وروسته تر څېړنې د مطبوعاتي اعلاميې په بڼه رسنيو ته د خپرېدا لپاره استول کيږي. د حکومت د رسنيو او اطلاعاتو دمرکز مرستيال صديق صديقي ددې ددندوپه اړه داسې وويل: "ددې مرکز يوه له مهمو دندو څخه دحکومتي بنسټونو دمطبوعاتي کنفرانسونو جوړول دي . د تشکيلاتو له پلوه د رسنيو او اطلاعاتو مرکز په دوه لويو برخو: دخپرونو او اداري معاونيتونو وېشل شوی دی."  | | | درسنيودمرکزمهمه دنده د حکومتي بنسټونودمطبوعاتي کنفرانسونو جوړول دي.. |
درسنيومرکز په حکومت پورې اړوندې پېښې او مسايل دهمدې مرکز له لارې هېوادوالو ته رسوي. |