د افغانستان د اساسي قانون پربنياد قانون هغه سند دی، چې دملي شورا ددواړو مجلسونولخوا تاييد، ولسمشرلاسليک اونافذ کړی وي. افغانستان درې ډوله قوانين لري: لومړی اساسي قانون ، دويم ځانګري قوانين لکه دمطبوعاتوقانون او درېيم ډول يې اساسنامې اومقررې دي. دقانون جوړونه ځانګړي پړاوونه لري، چې د افغانستان د عدليې وزارت د پاليسۍ ،پلان او بهرنيو اړيکو رئيس شاه ولي عطايي دا سې په ګوته کړل: "دتسويد پړاو، چې قانون په لومړي ځل د اړوندې ادارې له لوري ليکل کيږي. د تدقيق پړاو، چې تسويد شوی قانون د سمون او څېړلو لپاره د عدليې وزارت د تقنين رياست ته استول کيږي . د تصويب پړاو، چې قانون پکې د پارلماني چارو وزارت له لارې ملي شورا ته د تائيد لپاره استول کيږي.  | | | په افغانستان کې هرقانون په رسمي جريده کې ترخپرېدا وورسته نافذ اوداجرا وړ ګرځي. |
د توشيح پړاو، چې تاييدشوی قانون دولسمشرلخوالاسليک کيږي. دخپرېدو پړاو،چې قانون ديادوپړاونو تر تېرولو وروسته دنشرلپاره بيادعدليې وزارت ته استول کيږي. په شپږم پړاو کې قانون په رسمي جرېده کې خپور او تر هغې وروسته نافذ او د اجرا وړ ګرځي." |