 | | | دولتي بودجه دکابينې او پارلمان ترمنظورۍ وروسته د جمهور رييس لخوا توشيح کيږي. |
بودجه ديوه هېواد دکلنيوعوايدو او لګښتونو منظم مالي پلان دی، چې په هغې کې عوايد او لګښتونه مالوم وي او دکال په پيل کې د د ولت له لوري ټاکل کيږي. دولتي بودجه د يوه کال لپاره ټاکل کيږي او په دوه ډوله ده، چې يوه يې پراختيايي او بله يې عادي بوديجه ده . پراختيايي بودجه دپراختيايي کارونو او نوې پانګې اچونې او عادي بودجه د مالو مو لګښتونولکه ددولتي مامورينوتنخواګانې اونورولپاره ټاکل کيږي. د دولتي بوديجې د ټاکلو پرمهال وزارتونه او ادارې دخپلو لګښتونوراپور او وړانديز دعوايدوله راپور سره يوځای ټاکلي وزارت ياادارې ته سپاري. . د افغانستان د ماليي وزارت دبوديجې رئيس احمدجاويد جلالي په وينا دوئ دوزارتونو او ادارو داسنادو له کتلو وروسته د هغوی بودجه ټاکي.  | | | دولتي بودجه ديوه کال لپاره ټاکل کيږي، چې پراختيايي او عادي ډولونه لري. |
وروسته دماليې وزارت ټاکلې بودجه دمنظورۍ لپاره کابينې اوبيا يې په پارلماني چارو کې ددولت وزير پارلمان ته دتصويب لپاره وړاندې کوي. که چېرې بوديجه دپارلمان له خوا ومنل شوه ، بيا جمهور رييس ته دتوشيح لپاره وړاندې او دټاکل کېدو پروسه يې هم پای ته رسيږي. |