 | | | دټلېفوني ځورونوعاملين دپوليسولخواتعقيب اوپه پايله کې نيول کيږي. |
ټلېفوني ځورونې هغه عمل دی، چې يو څوک په قصدي توګه چاته بېځايه زنګونه وهي ،سپکاوی يې کوي، تهديدوي يې او حتی دمرګ ګواښونه هم ورته کوي. د افغانستان دجزا قانون او د مخابراتو دتنظيم دقانون له مخې ټلېفوني ځورونې جرم ګڼل کيږي. د اچې ددې رازستونزو حل دچادنده ده، په اړه يې دمخابراتي خدمتونو دتنظيم ادارې د دارالانشاء رئيس انجنير خيرمحمد فيضي داسې وويل: "خلک کولای شي، چې خپلې ستونزې نېغ په نېغه يا د (٩٩٩) شمېرې سره داړيکوله لارې له دې ادارې سره شريکې کړي. " ياده اداره د اثباتيه مدارکودترلاسه کولو وروسته دمخابراتي شرکتونوپه مرسته له سرغړوونکوسره قانوني کړنه کوي. ددې ترڅنګ امنيتي مسوولين هم پدې برخه کې له ښاريانوسره مرستې ته تيار دي. دپوليسو د (١١٩) شمېرې داطلاعاتي مرکز رييس سمونوال همايون عيني وويل، چې هغوی لومړی له دې رازکسانوسره اړيکې ټينګوي.  | | | خلک کولای شي دټلېفوني ځورونو ستونزې د (٩٩٩) شمېرې سره شريکي کړي . |
هغوی له دې عمل نه منع کوي او په دويم پړاوکې دهغوی دفعاليت سيمه پيدا اوپه نيولو يې اقدام کوي. ښاريان کولای شي د(٩٩٩) شمېرې ترڅنګ دپوليسو(١١٩) شمېرې سره داړيکوپه ټينګولو پدې اړوند خپلې ستونزې له پوليسو سره هم شريکې کړي. |