 | | | داوبو په قانون کې دخلکو منل شوي دودونه هم په پام کې نيول شوي دی. |
اوبه دطبيعي زېرمو له ډلې څخه شمېرل کيږي، چې ديوه هېواد په اقتصادي پرمختګ کې دپام وړ رول لوبوی. هغه هېوادونه، چې د اوبو غني زېرمې ولري او مناسبه ګټه ترې پورته کړي، دژوند له ډېرو اسانتياو څخه برخمن کيدای شي . افغانستان هم يو له سيندونو درلودونکی اوداوبو له پلوه غني هېواد دی، له دې اوبه نه دسالمې ګټې اخيستنې په منظور داوبو قانون رامنځته شو. دا قانون داوبو دسرچينو دساتنې او داوبو دعادلانه وېش په منظورد (١٣٨٧) کال د کب دمياشتې په (٢٤) نېټه دولسمشرلخوا توشيح شو. پدې قانون کې، چې دملي اقتصاد دپياوړتيا په موخه جوړشوی، دخلکو منل شوي دودونه هم په پام کې نيول شوي دی. داوبو قانون(٧) فصله او (٤٠) مادې لري، چې داوبو دتنظيم او وېش لپاره پکې دميرآبۍ سيستم په پام کې نېول شوی، چې له پخوانه رواج لري.  | | | داوبو په قانون کې داوبوله وېش څخه راپيداشوې ستونزې په لومړي قدم کې ميرآب حل کوي. |
ددې قانون د (٣٤) مادې پربنسټ له اوبو نه دګټې اخيستونکوترمنځ راپيدا شوې ستونزې په لومړي پړاوکې دميرآب له خوا حل کيږي. که چېرې دميرآب لخوا ستونزه حل نشوه، سينديزې حوزې او په نورو پړاوونوکې دولتي مراجع دستونزې په حل کې مرسته کوي. |