 | | | بيمه په پېنځلسمه پېړۍ کې په ايټا لياکې داوبو لاندې وسايلو دلېږدپه برخه کې رامنځته شوه. |
د انسا ن ژوند، روغتيا او شتمني تل د بد و پېښو او طبيعي آفا تو له ګواښ سره مخ وي. دا ګواښونه ددې لامل شول، چې خلک يې دجبران په لټه کې شي. ددې جبران يوه لارهم دبېمې دشرکتونورامنځته کول وو. دافغانستان په کليو اوبانډوکې به، چې کله کوم وګړي ته مالي اويا ځاني زيان ورسېد، دکلي خلکو به هڅه کوله، چې هغه زيان جبران کړي. په ځينوکې سيموکې خلکو دداشان پېښو سره دمرستې لپاره داعانې صندقونه اېښيٍ وو او هرچابه دخپل توان په کچه پکې پيسې اچولې. د افغان ملي بېمې رييس احمدشاه علي زي په وينا بيمه په پېنځلسمه پېړۍ کې په ايټا لياکې داوبو لاندې وسايلو دلېږدرالېږدپه برخه کې رامنځته شوه.  | | | که چېرې کارګردکارپرمهال ټپي، معيوب يا له نړۍ سترګې پټې کړي،زيان يې جبران کيږي. |
دشخصي پېښو بېمه هم يوه له همدې ډولونوڅخه ده، چې کارګردکارپه اوږدوکې داړوند شرکت يادکارد دمالک لخوا بيمه کيږي. په افغانستان کې هم دبيمې دقانون له مخې د شخصي بيمې موده يو کال ده. پدې موده کې که چېرې کارګردکارپرمهال ټپي، معيوب يا له نړۍ سترګې پټې کړي، دبېمې له قانون سره سم يې زيان جبرانيږي. |