 | | | د پوليسو په اکاډمۍ کې دهېواد ددولسمو ټولګيو فارغان تر آزموينې وروسته شامليږي. |
دافغانستان د پوليسو اکاډمي دهېواد په کچه د پوليسو د روزنې يو علمي مرکز دی، چې په (١٣١٤ )کال کې يې په کابل کې بنسټ کېښودل شواو دکورنيوچاروپه دوزارت په چوکاټ کې فعاليت لري. ددې داکاډمۍ دکار او فعاليت په هکله د پوليسو اکاډمي يوتن استاد سمونوال جنت ګل وويل: "دپوليسو اکاډمي دليسانس ترکچې پوليس روزي، خو په نورو ولايتونو کې دپوليسو د روزنې مرکزونه شتون لري، چې په ټيټو ظرفيتونو پوليس فارغوي. پدې اکاډمۍ کې محصلين بېلابېلې زده کړې کوي، چې ترفراغت وروسته دترافيک، مخابرې او نورو برخوکې کار کولی شي." د پوليسو په اکاډمۍ کې دهېواد دبېلابېلوسيموددولسموټولګيوفارغان ددرخواست ترورکولو او آزموينې تېرولو وروسته شامليږي.  | | | په ١٣١٤ کال کې دپوليسوداکاډمۍ بنسټ په کابل کې کېښودل شو. |
پر دې سربېره پدې اکاډمۍ دشاملېدولپاره يو لړځانګړي شرايط هم په پام کې نيول شوي دي. هغه کس پدې اکاډمۍ کې شاملېدی شي، چې عمر يې تر(١٨) کم اوله (٢٥) کالو زيات نه وي. ددې ترڅنګ په نشه توکوروږدي کسان له دې حق څخه بې برخې ګڼل کيږي او دشرايطوله جملې څخه يې يوهم دونې (١٧٠) سانتي متره لوړوالی دی. |