نېږدې (35) کاله وړاندې دملګرو ملتونو سازمان په چوکاټ کې د طبيعي پېښو پر وړاندې د(UNDRO) په نامه يوه اداره جوړه شوه. دملګروملتونوسازمان خپلو غړو هېوادونوته وړانديز وکړ، چې په خپلوهېوادونوکې دا شان ادارې رامنځته کړي. په (١٣٥٠) کال کې په افغانستان کې هم دطبيعي پېښوپروړاندې دمبارزې اداره جوړه اوپه فعاليت يې پيل وکړ. دا اداره دمګړۍ د افغانسان د ولسمشرۍ رياست په چوکاټ کې فعاليت کوي او خپله بوديجه له دولت څخه ترلاسه کوي.  | | | په (١٣٥٠) کال کې په افغانستان کې هم دطبيعي پېښوپروړاندې دمبارزې اداره جوړه شوه. |
ددې لپاره،چې د دې ادارې کارونه په سمه توګه او چټکۍ تر سره شي، په چوکات کې يې دبېړنيو عملياتو يو مرکزهم رامنځته شو . همدا رازدهېوادپه کچه ددفاع، کليودپراختيا، ترانسپورت، راستنوشويو او روغتياد وزارتونوپه ګډون د پېښو سره د مبارزي ملي کمېسيون هم جوړشوی دی. . |