 | | | هيڅ رسنۍ نشي کولای داسلام دمقدس دين داحکامو خلاف خپرونې وکړي. |
راډيو،تلوېزيون، انټرنيټ، کېبلي شبکې، چاپي خپرونې او نورهرهغه څه چې خلکوته دخبر اوپيغام رسولو دنده لري، رسنۍ يې بولي. په دوی کې يوشمېريې دولتي اونورې يې آزادۍ رسنۍ دي. آزادې رسنۍ په نړۍ کې د دموکراسۍ يوه برخه جوړوي. دا آزادي ټاکلي حدود لري، چې دقانون له مخې ټاکل کيږي. په افغانستان کې دلومړي ځل لپاره په (١٣٤٣) کال کې دمطبوعاتو قانون تصويب او نافذ شو. دمؤقتې ادارې د منځته راتلو وروسته دا قانون دوه ځلې تعديل شو، خو دنوي اساسي قانون تر تصويب وروسته دبيان آزادي په رسميت وپېژندل شوه. ددې کار په پايله کې درسنيو نوی قانون په (١٣٨٧) کال دسنبلې په لسمه نېټه د ولسي جرګې داستازو لخوا تصويب شو. دغه قانون د افغانستان د جمهور رييس له توشيح وروسته د (١٣٨٨) کال د چنګاښ په مياشت کې په رسمي جريده کې خپور اونافذ شو. درسنيو قانون (١١) فصله او(٥٤) مادې لري، چې په رسنيو پورې اړوند ټول مسايل پکې رانغاړل شويدي.  | | | آزادې رسنۍ په نړۍ کې د دموکراسۍ يوه برخه جوړوي، خو دغه آزادي ته قا نون حدودوټاکي. |
داچې له دې قانون څخه دسرغړونې په صورت کې سرغړوونکي تعقبيږي که نه،په اړه يې دباختر داطلاعاتي آژانس رييس غلام نبي پاکطين وويل: "درسنيو د قانون پربنسټ دژورنالستانو او د رسنيو سرغړونوته درسېدوپه موخه يو ځانګړې کمېسيون جوړ شوی دی. ددې قانون پربنسټ هيڅ رسنۍ نشي کولای داسلام دمقدس دين داحکامو، دهېواد د نافذه قوانينو او د خلکو دمنل شوو دودونوخلاف خپرونې وکړي." |