ليدا ساپۍ دبي بي سي دتعليمي خپرونو له لړۍ څخه |  |
 | | | که تورن کس دلومړنۍ محکمې په پرېکړه قناعت ونکړي، دوسيه يې نورو محمکوته استول کيږي. |
د نشه يي توکو د کر ، قاچاق اونورواړوند جراېمو پر وړاندې مبارزه يوه له هغو ستونزو نه ده، چې دولتونه ورسره مخ دي. افغانستان هم د نشه يي توکودکر، توليد او قاچاق له ستونزو سره لاس او ګريوان دی، چې دولت يې دمخنيوي په موخه يولړګامونه پورته کړيدي. له دې جملې نه يوهم دنړيوالۍ ټولنې په مرسته په (1384)کال کې دنشه يي توکو پر وړاندې دمبارزې دعدلي اوقضايي مرکز جوړول دي. دا مرکزد نشه يي توکو د کنترول د ملي ستراتيژۍ، ستری محکمی ، لوی څارنوالی، کورنيو چارواو عدليې وزارتونو د تفاهم نامی په اساس جوړ شو. د نشه يي توکوپروړاندې دمبارزې عدلي او قضايي مرکز د مسکراتو پر وړاندې د مبارزی او کنترول د قانون پر بنسټ کار کوی. د نشه توکودقاچاق وړونکو نېول دکشفي او امنيتي ارګانونو دنده ده، خو دجرم ددروند والي په صوت کې يې دوسيه دې مرکزته استول کيږي.  | | | د نشه يي توکوعدلي او قضايي مرکزپه په (1384کال کې دنړيوالې ټولنې په مرسته جوړشو. |
ددې مرکزڅارنوالان او مستنطقين دوسيه څېړي او بيا دنشه يي توکودجرايموابتدايي محکمې ته استوي. که چېرې تورن کس دلومړنۍ محکمې په پرېکړه قناعت ونکړي، دوسيه نورو محمکوته هم استول کيږي. |