ليدا ساپۍ د بي بي سي دتعليمي خپرونو له لړۍ څخه |  |
 | | | دخصوصي روغتونونوټولنه ددولت اوخصوصي روغتونونوترمنځ اړيکې ټيګوي.. |
د خصوصي روغتونونو ټولنه يوه له هغوټولنو څخه ده، چې دافغانستان داساسي قانون د(35) مې مادې دموادوپربنسټ جوړه شوېده. دې ټولنې په 1387 لمريزکال کې د افغانستان د عدليې وزارت څخه د فعاليت جواز ترلاسه کړی دی . ددې ټولنې بنسټيزه موخه د دولت او خصوصي روغتونو ترمنځ د اړيکو ټينګول دي. دا پدې مانا، چې د دولت اوامر خصوصي روغتونواوددوی ستونزې او وړانديزونه دولت ته وړاندې کوي. د افغانستان د اساسي قانون په 52 ماده کې داسې راغلي دي: " دولت له قانون سره سم د خصوصي طبي خدمتونو او روغتيايي مرکزونو جوړول او پراختيا هڅوي او ملاتړ يې کوي. "  | | | دخصوصي روغتونونوټولنه دايمي اورضاکار کارکوونکي لري، چې رضا کاران امتياز نه اخلي. |
د خصوصي روغتونونو ټولنه، چې دافغانستان روغتيا وزارت سره ثبت ده، د طبي خدمتونو او روغتيايي مرکزونو څخه استازيتوب کوي. امين الله توخي، ددې ټولنې رييس، دټولنې کارکوونکي دوه ډوله وګڼل: دايمي کارکوونکي او رضاکاران دي، چې داړتيا پرمهال دټولنې لپاره پرته له هرډول امتيازنه کار کوي. |