ليدا ساپۍ د بي بي سي دتعليمي پروژوله لړۍ څخه |  |
 | | | يوشمېرشرکتونه هم دکرکټ لوبې ترخپل پوښښ لاندې راولي او لګښتونه يې پرغاړه اخلي. |
د افغانستان دکرکټ بورډ د څو غړو نه جوړه هغه اداره ده، چې دکرکت اړوندی چارې پر مخ وړي. د افغانستان کرکټ بورد په ډېره لږه موده کې دکرکټ دنړيوالې شورا ( ICC) په دويمه درجه لوبډلو کې په دويمه درجه غړيتوب ترلاسه کړ. نسيم الله دانش د افغانستان د کرکټ بورډ د اجرائيوي څانګې رئيس وويل، چې دکرکټ بورد ديوه کال اوڅلورو مياشتوراپدېخوا مستقل شوی دی. تر هغې پخوا دا اداره دالمپيک دملي کمېټې يوه برخه وه. دکرکټ بورد د اداري چوکاټ په سرکې يواجراييوي دفترشته، چې دوه مرستيالان لري دا بورد نورې بېلابېلې برخې هم لري ، لکه دکورنيو او نړيوالواړيکو او اطلاعاتو څانګې . دکرکټ بورد دهېواد په ولايتونوکې هم دفترونه لري. دافغانستان کرکټ بورډدوه ډوله بوديجه لري: اصلي بوديجه ، چې د دولت او ICC نه يي تر لاسه کوي.  | | | دکرکټ بورد د اداري چوکاټ په سرکې يو اجراييوي دفترشته، چې دوه مرستيالان لري. |
دويم ډول هغه بودجه ده، چی ملي پانګوال او سوداګريې ددې ادارې په واک کې ورکوي. ددې ترڅنګ يوشمېر شرکتونه اوکمپنۍ هم دهېواد دننه او بهر دکرکټ لوبې ترخپل پوښښ لاندې راولي اوټول لګښتونه يې په غاړه اخلي. |