BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 05:52 گرينويچ 2008 ,05 اگست
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
چين : د المپيک لوبو گډونوال په امن کې دي
په پکين کې د المپيک لوبو لپاره سخت امنيت نيول شوى دى
د چين حکومت په پکين کې د المپيک د لوبو په کلي کې تر سلو زرو ډېر سرتېري ځاى پرځاى کړي دى .

په چين کې چارواکو ويلي د المپيک لوبو گډونوالو لپاره يې تر خپله وسه امنيت نيولى او تر زرو ډېر پوځيان يې د امنيت په برخه کې گومارلي دي .

د چين چارواکي دغه خبره پرداسې مهال کوي، چې د المپيک لوبو رسمي پلېدو ته ايله يو څو ورځې پاتې دي .

تېره ورځ د دغه هېواد په سينکيانگ ښار کې د پوليسو پر يوه پوسته وسله والو بريد کړى و، چې د ١٦ چينايي پوليسو ژوند يې واخيست .

د چين دولتي شينخوا خبري اژانس ويلي چې د دغه هېواد امنيتي ځواکونو د تېرې ورځې د بريد په تور له تاجکستان سره په ٤٠٠٠ کيلومتره ليرې واټن د پکين په سينکيانگ کې دوه کسان نيولي دي .

شينخوا زياتوي تېره ورځ سهار اته بجې شاوخوا ريد هغه مهال وشو کله چې کله چې پوليسو له خپلې ودانۍ بهر پوځي تمرينونه ترسره کول .

د پکين د المپيک ټولنې وياند ويلي چې د المپيک لوبو د امنيت په برخه کې يې کوټلي گامونه پورته کړي دي .

چينايي رسنيو پر پوليسو د پرون ورځې خونړي بريد پړه پر اسلام پالو ور اچولې ده .

چين
د المپيک لوبې به د راتلونکې جمعې په ورځ پيل شي.

بل خوا د المپيک نړيوالې کمېټې هم ويلي چې چينايي چارواکو تر خپله وسه د المپيک په لوبو کې د گډون کوونکو د امنيت په موخه پوره هڅې کړې دي .

د چين حکومت د راتلونکې جمعې په ورځ د المپيک د لوبو د رسمي پرانېستې لپاره تر سلو زرو ډېر پوځيان د امنيت نيولو په برخه کې گومارلي دي .

حقونه ترپښو لاندې کول

ياده دې وي چې سينکيانگ د چين په شمال لوېديځه برخه کې پروت دى، چې ډېرى پکې ايغوري مسلمانان مېشت دي . دغه ايغوريان له څو مودې راهيسته د چين حکومت پرضد بريدونه کوي .

د بشر د حقونو ټولنه وايي چې پکين د ايغوريانو حقونه تر پښو لاندې کړي دي .
تېره اوونۍ د چين د پوځ يوه لوړ رتبه ضابط خبردارى ورکړى و، چې اسلام پاله ايغوريان د المپيک لوبو لپاره ستر گواښ دى .

بل خوا د ' انټلسنټر' په نامۀ يوې امريکايۍ ټولنې، چې د ترهگرو ډلو ترمنځ د اړيکو څېړنه کوي، او مرکزي دفتر يې په واشنگټن کې دي، ويلي چې د ترکستان اسلامي ډلې د (زموږ جهاد په يونان کې) د ويديويي پټې په خپرولو سره د دغې ډلې مشر سيف الله ويلي وه چې زيات شمېر بريدونه به ترسره کړي، او د المپيک په لوبو کې به گډوډي رامنځ ته کړي .

انټلسنټر د سيف الله له خولي ليکلي چې : '' چين په خپل غرور سره زموږ بريدونه بابېزه بولي، نو له دې امله د ترکستان اسلامي ډلې ځوانانو سرښندنې او بريدونو ته چمتووالى ښودلى دى .'

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت