BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 07:11 گرينويچ 2008 ,01 اگست
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ډېرى چينايي ماشومان د 'المپيک لوبې' نومل شوي

چينايى ماشوم
څلور زره چينايي ماشومان د آويون يعنې 'المپيک لوبې' نومونه لري .
وروسته له هغه چې چين په ٢٠٠٨ کې د المپيک لوبو کوربه هېواد وټاکل شو، په دغه هېواد کې پر شاوخوا څلو ر زره نويو چينايي ماشومانو د (آويون) يعنې د'' المپيک لوبې'' نومونه کېښودل شول .

ټاکل شوې ده چې د ٢٠٠٨ د المپيک لوبې به په روانه اگست مياشت کې د چين په پکين کې ترسره شي .

په چين کې د مالياتو د محصول او نوم ليکنې اداره وايي په دغه اداره کې په سلو کې ٩٢ کسان د آويون نومونه لري، چې ډېرى يې نارينه دي .

چينايان معمولآ پر خپلو نويو زيږېدليو بچيانو د لويو پېښو نومونه ږدي، د بېلگې په ډول ''چين وژغورئ'' او '' د ملت ژوند'' او ان '' ولس او فضا ته سفر'' نومونه هم پکې دود شوي دي .

چينايانو دغه کار ته په ١٩٩٢ کال کې هغه وخت مخه کړه، کله چې دغه هېواد په ٢٠٠٢ کال کې د المپيک لوبو د تنظيمولو غوښتنه وکړه، چې هغه مهال هم په چين کې شاوخوا ٦٨٠ ماشومان په دې نامۀ نومول شوي ول .

او په ٢٠٠٢ کال کې کله چې چين د ٢٠٠٨ کال د المپيک لوبو کوربه وټاکل شو، هغه مهال ٥٥٣ چينايانو خپلو ماشومانو ته د 'المپيک لوبو' نومونه غوره کړي ول .

د بي بي سي چينايي برخې ويلي کله چې د چين په سي چوان کې زلزل وشوه، ډېرو چينايانو خپل زامن په ' د سي چوان هيله' ونومول، ځکه چې په دغه زلزله کې ډېرى ماشومان ووژل شول .

د بېجينګ المپيک ځانگړې پاڼهد بېجينګ المپيک
ځـــــانــگړې پــــــــاڼه
لين ميايوکيد المپيک ترانې ويونکې
لين ميايوکي يواځې شونډې خوځولې
د اولمپيک لوبو د پيل مراسم تر سره شول٢٠٠٨ کال المپيک
د بيجينگ د لوبو د پيل مراسم تر سره شول
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت