BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 06:55 گرينويچ 2008 ,13 اگست
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د اولمپيک ترانې ويونکې يوازې شونډې خوځولې

لين ميايوکي
د دغه پروگرام د موسيقۍ د غږولو مشر وايي چې د لين ټاکنه د هېواد په گټه وه .
هغه چينايۍ نجلۍ چې په پکين کې د المپيک لوبو د پرانيستلو په مراسمو کې په ښه ترانه ويلو مشوره ده، يوازې شونډې يې خوځولې .

'' لين ميايوکي''، چې قرمزي جامې يې اغوستې وې، د 'مورنۍ خاورې ترانې' په ويلو سره يې ليدونکي ځان ته راجذب کړي ول .

خو د دغې ترانې اصلي ويونکې '' يانگ پي ئي'' وه، چې د المپيک د پرانيستلو په مراسمو کې اجازه ورنه کړل شوه، ځکه چې نوموړې د نهه کلنې' لين ' په څېر ښکلې نه وه .

د دغه پروگرام د موسيقۍ د غږولو مشر وايي چې د لين ټاکنه د هېواد په گټه وه .

دغه خبر په داسې حال کې خپرېږي، چې په دې وروستيو کې دا هم په ډاگه شوه چې د لوبو د پرانيستلو په مراسمو کې په اورلوبو کې هم جعل کاري شوې وه او واقعيت يې نه درلود .

مسکۍ پرښته

د مراسمو د موسيقۍ د غږولو مدير چن کيگانگ د پکين له راديو سره په خپلو خبرو کې ويلي وو، چې د پروگرام مديرانو کوچنۍ نجلۍ ته اړتيا لرله، چې هم يې غږ ښه او هم ښکلې وي .

يانگ پي ئي
 : زه خوښه يم چې د المپيک د پرانيستلو په مراسمو کې مې غږ خپور او ټولو واورېده.

ده همدارنگه ويلي چې دوى د پاڼ او پړانگ ترمنځ گېر دي، دا چې لين ښکلې وه خو اووه کلنې يانگ ښکلى غږ درلود .

لين چې په ''مسکۍ پرښته'' نومول شوې، د چين په رسنيو کې په ډېره چټکتيا سره يوه مشهوره څېره وپېژندل شوه .

دې د چينا ديلي دولتي راديو په خپلو خبرو کې ويلي چې د مراسمو په ورځ يې د ښکلا احساس کاوۀ . د دې پلار هم ويلي چې لين اوسمهال په ټول چين کې ډېرى چينايان راجذب کړي دي .

د چين ورځپاڼو ليکلي چې يانگ چې څه پرېکړه کړې وه، پر هغې کلکه ولاړه ده. دې ويلي :'' زه خوښه يم چې د المپيک د پرانيستلو په مراسمو کې مې غږ خپور او ټولو واورېده. ''

د بېجينګ المپيک ځانگړې پاڼهد بېجينګ المپيک
ځـــــانــگړې پــــــــاڼه
د اولمپيک لوبېد اولمپيک لوبې
څلورمه ورځ
د المپيک لوبو د پرانيستنې مراسمانځورونه
د المپيک لوبو د پرانيستنې مراسم
د اولمپيک لوبو د پيل مراسم تر سره شول٢٠٠٨ کال المپيک
د بيجينگ د لوبو د پيل مراسم تر سره شول
نولس سوه او اتياومه لسيزهاولمپيک او سياست
نولس سوه او اتياومه لسيزه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت