|
د بېجينګ اولمپيک لوبو څلورمه ورځ | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
نن سه شنبه (د اګست دوولسمه) د بېجينګ اولمپيک لوبو څلورمه ورځ وه، چې په څلور ويشت لوبو کې د ١٩ طلايي مډالونو لپاره سيالۍ وشوې. په دغو لوبو کې غشي ويشتلو، بډمنټن، باسکټبال، د سمندر غاړي واليبال، سوک وهلو، غوټې وهلو، فوټبال، هېنډ بال، هاکي، جوډو، سافټبال، نښه ويشتل، د اس سپرلي، تورې وهلو، لامبو،ټېنېس، واليبال، هنري جمناسټيک، وزن پورته کولو، غېږې نيولو او ځينې نورې سيالۍ وشوې. نن د نارينه په کنو ډوله کښتۍ په ځغاسته کې د سلو واکيا ميچل مارټيکان د سرو زرو او د بريتانيا ډېوېډ فلورانس د سپينو زرو مډال، دغه راز د همدې لوبې په يوه بله سيالۍ کې د المان الکزندر ګريم د سرو زرو او د فرانسې فابيان لېفېورې د سپينو زرو مډالونه وګټل. د غوټې وهلو په ښځينه لوبه کې د چين وانګ شين او چن رولين د سرو زرو، او د استراليا برايوني کول او مليسا وو د سپينو زرو مډالونو ګټونکې شوې.
په هنري جمناسټيک کې بيا د سرو زرو مډال د چين لوبډلې او د سپينو زرو مډال د جاپان لوبډلې په برخه شو. د نارينه تورې وهلو په يو کسيزه لوبه کې د چين جونګ مان د سرو زرو مډال او د فرانسې نيکولا لوپېز د سپينو زرو مډال وګاټه. د نارينه په جوډو لوبه کې بيا سرو زرو مډال د المان اولې بېسچوف او د سپينو زرو مډال د کوريا کيم جايبوم وګاټه. په ښځينه جوډو کې بيا د جاپان ايومي ټانيموټو د سرو زرو مډال او د فرانسې لوسيې ډيکوس د سپينو زرو مډال وګاټه. د تومانچې د ٥٠ متريز واټن د نارينه په نښه ويشتلو لوبه کې د جنوبي کوريا جين جونګ د سروزرو مډال او دشمالي کوريا کيم جونګ سو د سپينو زرو مډال ګټونکی شو. د نښې ويشتلو په نارينه سيالۍ کې د سرو زرو مډال د امريکا د والټن اېلر او د سپينو زرو مډال د ايټاليا د فرانسېسکو ډانيېلو په برخه شو.. په لامبو کې بيا امريکا برلاسې وه چې په شا لور سل متريزه ښځينه لامبو کې د سرو زرو مډال د دغه هېواد د نټاليې کوفلين په برخه شو، په داسې حال کې چې د سپينو زرو مډال بيا د زمبابوې کريسټي کونټري وګاټه.
دغه راز د ښځو د سينې وهلو په سل متريزه لوبه کې د استراليا ليزېل جونز د سرو زرو مډال او د امريکا رېبېکا سوني د سپينو زرو مډال وګاټه. دغه راز د نارينه په سل متريزه ازاده لامبو کې د امريکا مايکل فېلپس د سرو زرو مډال (دا دنوموړي درېيم طلايي مډال دی چې په څلورو ورځو کې يې ګټي)، د جنوبي کوريا پارک ټايهوان د سپينو زرو مډال وګاټه، بيا هم د نارينه په شا لور سل متريزه لامبو کې د امريکا آرون پيېرسول د سرو زرو او د همدغه هېواد ماټ ګرېورز د سپينو زرو مډال وګاټه. د ښځو په ٦٣ کيلو ګرامه وزن پورته کولو کې د شمالي کوريا پاک هيون سوک سرو زرو مډال او د قزاقستان اېرينا نېکراسووا د سپينو زرو مډال وګاټه. بيا د نارينه په ٦٩ کيلو ګرامه وزن پورته کولو کې د چين لياو هوی د سرو زرو او د فرانسې وېنسېلا ډابايا د سپينو زرو مډالونو ګټونکي شول. د نارينه په ٥٥ کيلو ګرامه روماني غېږه نيونه کې د روسيې نذير ماکيېف د سرو زرو مډال او د ازربايجان روشان بايراموف د سپينو زرو مډال وګاټه. د غېږې نيونې په ٦٠ کيلو ګرامه سيالۍ کې بيا هم د روسيې اسلام بېکا البيېف د سرو زرو مډال او د ازربايجان ويټالي رحيموف د سپينو زرو مډال وګاټه. نن د اولمپيک په څلورمه ورځ هم چين په ديارلسو طلايي مډالونو او ټولو ٢٠ مډالونو لومړی، د امريکا متحده ايالاتو په٧ طلايي مډالونو او ټولو ٢٢ مډالونو دوهم او جنوبي کوريا په پنځو طلايي مډالونو او ټولو ١٢مډالونو درېيم ځای نيولی دی. ورپسې المان دی چې څلور طلايي او ټول شپږ مډالونه يې ګټلي او بیا ایټاليا، اسټراليا او جاپان راځي چې هر يو يې درې درې طلايې مډالونه ګټلي دي. |
بهرنۍ پاڼې بي بي سي د بهرنيو اېنټرنېټ پاڼو د محتوا مسووليت په غاړه نه اخلي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||