BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 17:38 گرينويچ 2008 ,08 اگست
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د اولمپيک لوبو د پيل مراسم تر سره شول

د اولمپيک لوبو د پيل مراسم تر سره شول
د اولمپيک دغو لوبو ته چينايانو اووه کاله انتظار کاوه، د پيل مراسم يې ډېر زړه وړونکي او لوی وو، چې شاخوا ١٠ زره نڅا ګرو او هنرمندانو په کې خورا ډېره په زړه پورې او له هنر ډکه ننداره وړاندې کړه.

د اولمپيک نهه ويشتمه دوره دوبنۍ لوبې د چين په پلازمېنه بېجينګ کې نن (د اګست په اتمه) د دغه ښار په وخت د ماښام په اته بجو د اورلوبو په بدرګه پيل شوې.

د مراسمو په سر کې په فرانسوي، انګريزي او بيا چينايي ژبو د کوربه هېواد د مشر هوجينتاو، او د اولمپيک نړيوالې کمېټې مشر جاک روګ نومونه واخيستل شول او ورسره سم د لوبو د پيل اعلان وشو.

د پيل مراسم په نوي جوړ شوي ملي سټېډيم کې ترسره شول چې د مرغه ځالې په نامه يادېږي. په سټېډيم کې د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي په گډون د نړۍ د نژدې ٨٠ هېوادونو پر مشرانو سربېره شاوخوا ٩٠ زره نندارچيان د پيل مراسمو نندارې لپاره راغونډ شوی وو، دغه راز د نړۍ په بېلابېلو برخو کې يې پر ټلويزيون د نندارچيانو شمېر هم څلور مليارډ وګړي اټکل شوی دی.

د مرغه ځالې سټيډيم
د المپيک د پيل مراسم ډېر زړه وړونکي او بې ساري وو

د اولمپيک دغو لوبو ته چينايانو اووه کاله انتظار کاوه، د پيل مراسم يې ډېر زړه وړونکي او لوی وو، چې شاخوا ١٠ زره نڅا ګرو او هنرمندانو په کې خورا ډېره په زړه پورې او له هنر ډکه ننداره وړاندې کړه.

په دغو لوبو کې د ٢٠٤ هېوادونو لوبغاړي په بېلابېلو سياليو کې ګډون کوي. د لوبو پرانيستونکو مراسمو کې د افغانستان د لوبغاړيو هرکلی هم وشو. په مراسمو کې د تېرېدو پر مهال د افغانستان بيرغ د تکواندو لوبغاړي نثار احمد بهاوي جگ کړى ووړ.

د بېجينګ ښار چې له پاسه يې انځور ورکول کېده، د ښار له منځ (تيان ان مين) ډګر نيولې بيا د لوبو د پيل مراسم تر ډګر چې د (مرغه ځالې) په سټېډيم کې تر سره کېدل، د ښار اسمان په اورلوبو ښکلی و، په ټول بېجينګ کې شاوخوا ٢٠ زره اورلوبو د ښار اسمان ځلاوه.

د بېجينګ اولمپيک لوبې د ١٩٨٠ لسيزې په پيل کې د شلون له مودې راهيسې داسې لوبې بلل کېږي چې تر ټولو زياته سياسي بڼه ورکړل شوې ده. د بشري حقوقو سازمانونه اوس هم پرله پسې د هغو ژورنالېستانو پرمخ د خنډونو رامنځ ته کولو غندنه کوي چې د لوبو په اړه راپورونو ورکولو لپاره بېجينګ ته تللي.

خو د اولمپيک نړيوالې کمېټې مشر جاروگ په وار وار له هغې پرېکړې دفاع کوي چې بېجينګ ته يې د کوربنۍ حق ورکړ. دى وايي هيله لري چې اولمپيک لوبې په دې کې مرسته وکړي چې نړۍ چين وپېژني او هم چين نړۍ وپېژني.

د اولمپيک لوبېد اولمپيک لوبې
څلورمه ورځ
د بېجينګ اولمپيک لوبود بېجينګ المپيک لوبو
درېيمه ورځ
د بېجينگ د اولمپيک لوبې د بېجينگ د اولمپيک لوبې
لومړنۍ ورځ
انځورونه انځورونه
د اولمپيک لوبو د پرانستنې مراسمو دويم البوم
د المپيک لوبو د پرانيستنې مراسمانځورونه
د المپيک لوبو د پرانيستنې مراسم
ورسره تړلي نور خبرونه
بهرنۍ پاڼې
بي بي سي د بهرنيو اېنټرنېټ پاڼو د محتوا مسووليت په غاړه نه اخلي
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت