|
المپيک لوبې په بيجينگ کې پيليدونکې دي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د ٢٠٠٨ کال المپيک لوبې د جمعې په ورځ د چين په پلازمېنه بيجينگ کې د څه باندې ٢٠٠ هيوادونو په گډون پيليدونکې دي . د دغو لوبو پرانيستونکې دستورې د بيجينگ په ( د مرغۀ ځاله ) لوبغالي کې ترسره کيږي . پرانيستونکې دستورې به تر درو ساعتونو پورې روانې وي چې د افغانستان پر وخت د مازديگر په څلور بجې او ديرش دقيقې پيليږي . په پرانيستونکې غونډه کې د نړۍ بيلا بيل مشران برخه اخلي چې پکې د متحدو ايالاتو ولسمشر بوش ، د برتانيا لومړى وزير گورډن برون او د افغانستان ولسمشر حامد کرزى هم شامل دي . د لوبو تر پيل وړاندې د بيجينگ د هوا پر ککړتيا او د چين د بشري حقونو پر ريکارډ ډيرې نيوکې وشوې . خو د بيجينگ د المپيک لوبو د تنظيموونکو وياند سن ويد وويل چې دوى په هيله دي چې دغه لوبې به تر ټولو سترې او ښې وي . ټول يولس زره لوبغاړي په درې سوه دوو سياليو کې د شاوخوا زرو مډالونو لپاره خولې تويوي . هيله دا ده چې دغه لوبې به د نړۍ په لرو بر کې شاوخوا څلور ميليارده انسانان د تلويزيون په پردو وويني . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||