 | | | سياست د اولمپيک پر ځينو لوبو په بيلا بيلو وختونو کې خپل سيورى غوړولى دى |
د اولمپيک تړون د پنځم څپرکي له مخې د اولمپيک لوبو د ترسره کېدو په ځايونو او سيمو کې هر ډول مظاهرې او هم هر رنگ سياسي، مذهبې او توکميز تبليغات منع دي. خو له خورا اوږدې مودې راهيسې سياست او اولمپيک يو له بل سره يو ځاى پر مخ تللي دي. د اولمپيک پر ځينو لوبو له لومړيو نه او پر ځينو نورو يي بيا په ځانگړو وختونو کې سياست خپل سيورى غوړولى دى. د بي بي سي خبريال اليکس کپستيک په ١٩٨٠ لسيزه کې د اولمپيک لوبو تاريخ ته يوه کتنه کوي چې پښتو بڼه يي زرغونه کرگر وړاندى کوي. |