|
د افغان لوبغاړو ډله چين ته روانه شوه | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
نن د افغان لوبغاړو ډله د المپيک په نړيوالو سياليو کې گډون لپاره چين ته روانه شوه . ټاکل شوى ده دوى چې يوه ښځه او درې نارينه په کې دي د ځغاستې او تکواندو په برخو کې سيالي وکړي . د المپيک نړيوالې سيالۍ په هرو څلورو کلونو کې يو ځل د نړۍ په يو هيواد کې ترسره کيږي چې د ٢٠٠٨ ميلادي کال د المپيک د نړيوالو سياليو کوربه د چين هيواد دى . په تيرو شپږو کلونو کې د ورزش په بيلابيلو برخو کې د افغان لوبغاړو ځليدنه دغه هيواد د نړيوالو سيالانو په کتار کې درولى دى . د چين په څلورو ښارونو کې د ٢٠٠٨ کال د المپيک په نړيوالو سياليو کې د افغانلوبغاړو گډون چې د ځغاستې او تکواندو په برخو کې به سيالۍ وکړي افغانان هيله من کوي چې دا ځل بيا افغان لوبغاړي د پام وړ لاسته راوړنو سره خپل هيواد ته راستانه شي . د المپيک مرستيال سيد محمود ضيا دشتي چې د چين په سياليو کې د افغان پلاوي مشري کوي وايي که څه هم افغان لوبغاړي لازمې آسانتياوې نلري خو دوى هيله من دي چې په دغو سياليو کې برى ترلاسه کړي : ''افغانستان ددې توان نلري چې د پرمختللو هيوادونو لکه د اروپايي ، شمالي امريکا او يا د آسيا د بډاى هېوادونو لکه کوريا ، چين او جاپان په شان لوبغاړي چمتو او وروزي . افغان لوبغاړو هم کله کله ښيې لاس ته راوړنې لرلي په ځانگړې توگه په تکواندو کې ، او س هم هيله من يو چې په دغه برخه کې ښه وځليږي''. له دى وړاندى افغان لوبغاړي د نړۍ او سيمې په کچه په دى توانيدلي چې د کريکت او تکواندو په سياليو کې د پام وړ برياليتوبونه ترلاسه کړي . د المپيک په نړيوالو سياليو کې څلور افغان لوبغاړي گډون کوي چې د ځغاستې په برخه کې يوه افغانه نجلې هم په کې شامله ده . د المپيک نړيوالې سيالۍ د لومړي ځل لپاره په ١٨٩٦ کال کې د يونان آتن په ښار کې ترسره شوى. د ٢٠٠٨ ميلادي کال د المپيک نړيوالې سيالۍ د اگست له اتمې نه تر ٢٤ نيټې پورې په چين کې ترسره کيږي. افغانستان په ١٩٣٦ کال کې د المپيک په نړيوالو سياليو کې غړيتوب ترلاسه کړ چې يوازې د مجاهدينو او طالبانو د واکمنۍ پر مهال يې ونکړاى شول په دغو سياليو کې گډون وکړي . | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||