BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 09:59 گرينويچ 2008 ,04 اگست
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په چين کې وسله وال بريد ١٧ پوليس وژلي
چينايي پوليس په سينکيانگ کې
د چينايي چارواکو په وينا پوليس وروسته هغه وژل شوي کله چې يې پوستې ته لاسي بم ورغورځول شوى دى .
د چين په يوه مسلمان مېشته سيمه کې وسله والو کسانو د پوليسو پر يوۀ پوسته بريد کړى، ١٦ پوليس يې وژلي ډېر نور شمېر يې ټپيان کړي دي .

نن دوشنبه (د زمري ١٤، د اگست څلورمه) د چين دولتي خبري اژانس خبر ورکړ چې ناپېژاندو وسله والو کسانو د دغه هېواد په په شمال لوېديځ کې په يوه مسلمان مېشته سيمه 'سينکيانگ' کې د پوليسو پر يوۀ سرحدي پوسته بريد کړى او د پوستې پوليس يې وژلي دي .

په خبر کې راغلي چې دوو کسانو دوه لاسي بمونه د پوستې منځ ته ور غورځولي دي .

د ارومغي ښار د دولتي سرچينې په وينا، د سينکيانگ په ښار کې له بريد وروسته دوه کسان نيول شوي هم دي .

تر دې وړاندې د چين په مرکز پکين کې له څو ورځو راهيسې د المپيک د لوبو لپاره امنيت نيول کېده .

د ٢٠٠٨ کال د المپيک لوبې به د راتلونکې جمعې په ورځ په رسمي توگه د اگست تر ٢٤ پورې دوام ومومي .

د چينايي چارواکو په وينا، په چين کې د المپيک د راتلونکو د امنيت لپاره تر ١٠٠٠ ډېر پوليس په دندو گومارل شوي دي .

د چين نقشه
چينايي چارواکو د لوېديځ ترکستان اسلام پاله ډلې تورنوي چې له ١٩٩٠ کال راهيسته يې په سينکيانگ سيمه کې شاوخوا ٢٠٠ بريدونه کړي دي .

تر دې وړاندې هم چينايي چارواکو د المپيک په لوبو کې د گډوډۍ رامنځ ته کېدا په اړه خبردارى ورکړى و چې ښايي ځينې ډلې په لوبو کې تاوتريخوالى رامنځ ته کړي .

گواښونه

تېره اوونۍ د چين په پوځ کې يوه لوړرتبه پوځي ويلي وو چې د المپيک لوبو ته اسلامي بنسټ پالان لوى گواښ دى .

دغه پوځي چارواکي، چې د المپيک په امنيتي چارو کې هم دنده لري، ويلي چې تر ټولو لويه وېره'' د لوېديځ ترکستان له ترهگرې ډلې'' نه ده .

په ترکستان کې د ' ترکستان اسلامي ډلې' تر دې وړاندې هم په شانگهاى او يونهان کې په بسونو کې چاودنې کړې وې، چې پنځه کسان پکې ووژل شول .

خو د چين حکومت بيا دا تورونه ردوي چې گواکې دغه چاودنې دې د ترهگرو کارونه وي .

چينايي چارواکو د لوېديځ ترکستان اسلام پاله ډلې تورنوي چې له ١٩٩٠ کال راهيسته يې په سينکيانگ سيمه کې شاوخوا ٢٠٠ بريدونه کړي دي .

چين همدارنگه ويلي چې دغه ډله په افغانستان کې له طالبانو او د القاعده ډلې له مشر اسامه بن لادن سره تړاو لري، خو په دې اړه چين کره دلايل نه لري .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت