''د ورځې تر ډېره خوب د شکرې ناروغۍ نښه کېدای شي''

د عکس سرچینه، THINKSTOCK
جاپان کې ساینسپوهان وايي د ورځې مهال له یوه ساعته ډېر خوب د دویم ډول شکرې ناروغي نښه کېدای شي. ساینسپوهانو دغه پایله له ۳۰۰ زره د ډېرو کسانو د ورځني ژوند له څېرڼې وروسته تر لاسه کړې.
بریتانوي ساینسپوهان بیا وايي هغه کسان چې تر ډېره وخته په کومه ناروغي اخته وي او یا یې د شکرې ناروغي نه وي تشخیص شوې، ښايي د ورځې مهال ستړیا محسوسه کړي.
د جاپان توکیو پوهنتون د دغې څېړنې پایلې به د اروپايي ایسوسي ایشن میونیخ غونډه کې وړاندې شي. څېړنه کې ویل شوي د ورځې لخوا تر یوه ساعت ډېر خوب د شکرې دویم ډول خطر ۴۵ سلنه ډېروي، خو وايي د ورځې مهال له ۴۰ دقیقو لږ خوب له شکرې سره هېڅ تړاو نه لري.
د شپې ګډوډ خوب
ماهرین وايي د ورځې خوب د شپې خوب کې د ګډوډۍ پایله کېدای شي، خوب کې دغه ګډوډي د زړه حملې، د زړه اړوند ناروغیو او د دویم ډول شکرې په ګډون د میټابولک ستونزو خطر زیاتولای شي.
خو هغه کسان چې روغتیا یې ښه نه وي او یا د شکرې ناروغي په لومړیو پړاوونو کې وي، د ورځې مهال ډېر خوب ته لیوال کېدای شي.
ماهرین وايي د دې برعکس هغه کسان، چې په کوچینو وقفو کې خوب پوره کوي، ډېر بیدار وي. ګلاسکو پوهنتون کې د میټابولیک درملو څانګې پرفیسور نوید ستار وايي، داسې ډېر ثبوتونه شته، چې د خوب ګډوډۍ او شکرې ناروغي تر منځ اړیکه ثابتوي.
د اکسفورډ پوهنتون پروفیسور ډاکټر بینجمن کیرینز په وینا د دغو پایلو خورا کره او په احتیاط سره شننه کېږي. د هغه په وینا معمولاً داسې نه کېږي، چې یوازې د څېړنې پر بنسټ دغه پایلې تر لاسه شي، ځکه کېدای شي نور لاملونه هم ولري.




