چین د پاریس اقلیمي تړون تصویب کړ

د عکس سرچینه، Reuters
په نړۍ کې د کاربن ډای اکساید تر ټولو ستر تولیدوونکي چین، رسماً د پاریس اقلیمي تړون تصویب کړ.
د دې تړون اصلي موخه له نوې کېدونکو انرژیو د کار اخیستنې پراخول دي او د ملګرو ملتو له غړو هیوادونو غواړي، چې تر ۲۰۳۰ کال پورې د شنوخونو ګازونه تر ۳۲ سلنې پورې کمول کړي.
ټاکل شوې وه، چین او امریکا چې د نړۍ دوه ستر اقتصادونه دي، د جي ۲۰ ډلې د راتلونکې ناستې په بهیر کې د دې تړون د پرېکند تصویبولو په اړه د قانون جوړوونکو ټولنو ته خبر ور کړي.
په تېر ډیسمبر میاشت کې د پاریس اقلیمي غونډه کې، د ملګرو ملتونو غړو هیوادونو په یوه داوطلبانه تاریخي هوکړه کې ځانونه ژمن وبلل، چې د کاربن ډای اکسایډ او نورو شنوخونو ګازونو د تولید کمولو لپاره خپلې موخې وټاکي او اعلان یې کړي.
د پاریس د تېر کال غونډه کې د امریکا او چین د ولسمشرانو- بارک اوباما او شي جن پینګ – شتون او ملاتړ د دې تړون ترسره کېدو یو مهم لامل وو او اوس د دغو دواړو هیوادونو په قانون جوړوونکو ټولنو کې د دې تړون د ګټو تصویبول د چاپېریال ساتونکو لپاره هیله منوونکی خبر کېدلی شي.

د عکس سرچینه، Getty
پاریس تړون کې داسې یو ټولیز او اوږدمهالی پلان هم مطرح شو، چې له مخې یې تر ۲۰۵۰ کال پورې د نړۍ د تودوخې درجې د کچې زیاتولی د سانتي ګراد تر دوه درجو محدود پاتې کیږی.
د دې تړون د اجرایي کېدلو لپاره باید لږ تر لږه هغه ۵۵ هیوادونه لاسلیک وکړي، چې د نړۍ د شنوخونو ګازونو د ۵۵ سلنې د خپرېدو مسوول دي.
اوس یواځې د امریکا او چین په لاسلیک سره د شنوخونو ګازد د تولید له مخې د لاسلیکوونکو هیوادونو سلنه ۴۰ ته رسیږي او د دې تړون پلي کېدل له بل هر وخته ډېر ریښتینولي ته نږدې کیږی.








