"کم عمره نجلۍ سره واده کوونکی به زنداني شي"

د عکس سرچینه،
د ګیمبیا ولسمشر یحیی جمیح د خپل هېواد له پارلمانه غوښتي، چې د ماشومانو پر ودونو د بندیزلګولو لپاره قانون جوړ کړي.
ښاغلی جمیح وايي هر نارینه چې له ۱۸ کلنۍ کم عمره نجلۍ سره واده وکړي، ښايي په ۲۰ کلن زندان محکوم شي.
د اختر ورځې په مناسبت یوه وینا کې نوموړي وویل هغه مېندې پلرونه او ملا امامان هم زنداني کېدای شي، چې د کم عمره کسانو ودونه او نکاح تنظیموي.
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو اداره وايي، ګیمبیا کې ۴۶ سلنه نجونې ۱۸ کلنۍ ته له رسېدو مخکې ودیږي.
ښاغلي جمیح د دغه بندیز اعلانونولو پر مهال وویل:
''که تاسې غواړئ چې معلومه کړئ، زه رښتیا وایم که دروغ نو همدا سبا دغه چاره وکړئ او بیا وګورئ، چې څه کېږي. ''
نوموړي دغه راز پروسږ کال د نجونو پر سنتولو هم بندیز ولګاوه او د هغو کسانو لپاره یې تر دریو کلونو پورې د زندان سزا وټاکله، چې له امر نه سرغړونه کوي.
د نوموړي په وینا نه خو اسلام کې او نه هم په اوسني مهال کې د دغې چارې اجازه شته.








