دفتر کې په کېک خوښي لمانځل 'روغتیا ته زیان رسوي'

د عکس سرچینه، thinkstock
د غاښونو ځینې ډاکتران وايي، په دفتر کې د زېږېدنې د ورځې یا هم په کېک سره د واده د کالیزې لمانځل روغتیا ته زیان اړوي.
د لندن د رایل پوهنتون د غاښو د څانګې غړي پروفیسر نیجل هنټ وايي چې په دغه ډول مراسمو کې د کیک خوړل غاښونه خرابوي او انسان چاغوي.
هغه ویلي چې کاري چاپېریال د دې لپاره باید جوړ وي چې خلک هلته نور لا وزن له لاسه ورکړي، خو که هلته هم خلک کېکونه وخوري وزن به يې ډېر شي.
دی وايي، د خوښۍ لمانځلو په کلتور کې باید د کېک پرځای مېوه، مغذیات او یا پنیر وخوړل شي.
نوموړی وايي "د دفتر مشران خپلو کارکوونکو ته د ښه فعالیت له کبله انعام ورکوي، د دفتر کاري ملګري یې غواړي چې په ځانګړو شېبو ولمانځي او کارکوونکي دوی ته د رخصتیو په ورځو کې ډالۍ وروړي.
خو د ګڼو خلکو لپاره کارځای اوس د خوږو خوړلو پرځای اوښتی، چې تر ډېره د وزن د ډېرېدو او روغتیايي ستونزو لامل ګرځي".
دی وايي، هر کال نژدې ۶۵۰۰۰ بالغ کسان د غاښونو د ستونزو له کبله درملنې ته اړتیا لري.




