اټومي اژانس: شمالي کوریا د پلوتونیم تولید تاسیسات فعال کړي

د عکس سرچینه، AP
داسې ښکاري چې شمالي کوریا د پلوتونیم تولید پیل کړی دی.
د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس عمومی مشر یوکیو امانو د یوې امریکایۍ څېړنیزې ادارې لخوا چمتو شویو انځورونو په استناد چې له سپوږمکۍ اخستل شوي ویلي، "شته اسناد د یوه پنځه میګاواټي رېیکټور فعالیت کموالي، د بډاینې تاسیساتو فعالیت ډېروالي او د پلوتونیم پروسس اړوند عملیاتو څرګندونه کوي."
د ښاغلي امانو د استناد وړ د سپوږمکۍ انځورونه په یانګبیون تاسیساتو کې د موټرو ځای پرځای کول، د بخار وتلو وضعیت، د ګرمو اوبو ویستل او موادو لېږد ښيي.
په اټوم بم کې د کارونې وړ پلوتونیم معمولا د اټومي رېیکټورونو د سون پاتې شونو له پروسس سره تولیدېږي.

د عکس سرچینه، AP
په ۲۰۰۷ کال کې، د پیکنګ شپږ اړخیزو خبرو په چوکاټ کې د شوې هوکړې له مخې، شمالي کوریا د یانګبیون اټومي تاسیساتو فعالیت وځنډوه خو په ۲۰۱۳ کال کې د خپل درېیم اټومي ازمایښت وروسته یې یو ځل دا مرکز فعال کړ. د روان کال جون په ۶مه شمالي کوریا خپله څلورمه اټومي ازموینه وکړه.
په فبروۍ میاشت کې د امریکا اطلاعاتو ملي سازمان مدیر وویل، ښایي شمالي کوریا د رېیکټور سون له پاتې شونو د پلوتونیم استخراج عملیات په "څو اونیو یا څو میاشتو کې" پیل کړي.
د اټومي انرژۍ نړیوال سازمان عمومي مشر څرګندونو سره ورته وخت کې، امریکا کې د جان هاپکنینز د امریکا – کوریا څېړنیزې موسسې ویلي، د یانګبیون له تاسیساتو د سپوږمکۍ انځورونه ددې تاسیساتو لابراتواري کمپلکسونو ته نژدې یو شمېر ټیلر ښيي چې لویې بوشکې لېږدوي. د تېرې لسیزې په لومړیو کې هم د پلوتونیم تولید د اړتیا وړ کیمیاوي موادو لېږدولو لپاره دغه ډول بوشکې کارول شوې وې.
ددې موسسې په وینا، ودانۍ کې د اصلي رېیکټور له ځایه د بخار نه وتل د فعالیت ډېر کمېدل یا درېدل ښيي چې ښایي د پلوتونیم پروسس لپاره د سون پاتې شونو د ویستلو عملیاتو نښه وي.
د شمالي کوریا اټومي او توغندیز پروګرام د نړیوالو بندیزونو لامل شوی چې ددې هېواد د اقتصادي وضعیت یې خراب کړی. شمالي کوریا د خپلو بنسټیزو اړتیاوو پوره کولو لپاره ډېر زیات پر بهرنیو مرستو ولاړه ده.

د عکس سرچینه، Reuters








