جاپان ۷،۳ درجې زلزلې وروسته د ژغورنې عملیات روان دي

د عکس سرچینه، Reuters
د جاپان په جنوب ختیځ کې تر یوې خونړۍ زلزلې وروسته له قربانیانو سره د مرستې لپاره د ژغورنې عملیات روان دي.
د کیوشو سیمې په دغو عملیاتو کې نژدې ۲۰ زره سرتېري برخه لري. دا سیمه د شنبې په ورځ په ۱:۲۵ دقیقو (سیمه ییز وخت) د ریشتر ۷،۳ درجې زلزلې شاهده وه.
د رسنیو د راپورونو له مخې، په زلزله کې لږ ترلږه ۱۹ کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپیان دي.
دا وېره شته چې لسګونه کسان د ویجاړو شویو ودانیو تر خاورو خځلو لاندې ګېر پاتې وي.
د زلزلې له امله سړکونه ویجاړ شوي او په پراخه کچه د ځمکې ښویېدو راپورونه هم ورکړل شوي دي. نژدې ۲۰۰ زره کورونو اوسمهال برېښنا نه لري. دا اندېښنه شته چې ښایي د اټکل شوي باران له امله نورې ځمکې هم وښویېږي.
نړېدلی بند
له پولیسو او اوروژونکو سره د مرستې لپاره نور اضافي سرتېري هم کیوشو ته استول شوي. د توکیو کابینې یوه لوړپوړي چارواکي ویلي، "موږ د مرستې لپاره له خپل ټون توان څخه کار اخلو."
دویمه زلزله چې کماموتو ته نژدې ځمکه کې د ۱۰ کیلومتره په ژوروالي رامنځته شوه، د پنجشنبې شپې د زلزلې په پرتله چې د کموموتو ښار یې ولړزاوه، ډېره زوروه وه او لویه سیمه یې اغیزمنه کړه.
د کموموتو یوه سیمه ییز چارواکي تومویوکي تاناکا اسوشیټډ پرېس ته ویلي، د قربانیانو شمېر هر ساعت لوړېږي.
زرګونه کسانو شپه پر سړکونو او پارکونو کې تر کمپلې لاندې په وېره کې تېره کړه.
ډېر رپوټونه شته چې خلک دې د نړېدلو ودانیو لاندې بند پاتې وي په شمول د عمر خوړلو کسانو کور چې لږ ترلږه ۶۰ کسان پکې وو.

د عکس سرچینه، AP

د عکس سرچینه، AP
د ان ایچ کې په نوم رسنۍ رپوټ ورکړی چې د زلزلې له امله د اوبو بند د نړېدو له امله له یوه کلي ټول خلک ویستل شوي.
د جاپان اټومي برخي چارواکو ویلي، د سیندای اټومي بټۍ ته زیان نه دی اوښتی.
د رسنیو راپورونو له مخې په اورغورځوونکې سیمه ایم ټي اسو کې هم د زلزلې خفیف ټکانونه رامنځته شوي دي.


د عکس سرچینه، AP

د عکس سرچینه، AFP








