"طالبان بايد پوه شي شرطونه د خبرو پایله کې پوره کېږي، نۀ وړاندې"

د عکس سرچینه، Getty
د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار، سرتاج عزیز، هیله ښوولې چې افغانستان کې د امنیت او ټیکاو لپاره د پخلاینې بهیر به راتلونکو څو ورځو کې پیل شي.
ښاغلي عزیز د سه شنبې په ورځ اسلام اباد کې د برېتانیاد بهرنیو چارو وزیر سره په ګډه خبري ناسته کې وویل "افغان طالبان باید پوه شي چې د هغوی شرطونه د خبرو اترو په پایله کې پوره کېدای شي، نه تر هغې وړاندې".
تمه وه د افغانستان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې مخامخ خبرې د مارچ په لومړۍ مېاشت کې ترسره شوى وى ، خو د طالبانو ددې خبرې وروسته وځنډېدلې چې "ترڅو بهرني ځواکونه له افغانستانه ونه وځي، حکومت سره د خبرو میز ته نه ورځي".
دې ډلې د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ملګرو ملتونو له تور لسته د طالبانو د مشرانو د نومونو ایستل او د بنديانو پرېښودل هم د خبرو، مخ شرطونو په توګه یاد کړي.
سرتاج عزیز وویل، افغانستان کې د امنیت او ټیکاو لپاره د خبرو اصلي لوبغاړي طالبان او د افغانستان حکومت دی او پاکستان، چین او امریکا په دې خبرو کې د اسانتیا برابروونکي رول لري.
هغه وویل، د پاکستان په ګډون درې هېوادونه به د "ګډ مسوولیت" په حیث هڅه وکړي هریو له خپلو سرچینو سره اړیکه ونیسي چې خبرو ته د هغوی (طالبان) قانع کولو لپاره څه کېدای شي.
څو ورځې وړاندې سرتاج عزیز په امریکا کې یو څيړنيز مرکز کې د وينا پر مهال ویلي و، د افغان طالبانو مشران پاکستان کې دي او د افغانستان حکومت سره خبرو ته د هغوی راضي کولو کې پاکستان مهم رول لوبولی شي.
سرتاج عزیز د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، "طالبان چې کوم شرطونه وړاندې کوي، هغه د خبرو اترو په پایله کې ترسره کېدای شي، تر خبرو وړاندې یې پوره کېدل ممکن نه ده."
د پاکستان د لومړي وزير سلاکار هیله وښوده چې راتلونکو څو ورځو کې "په یوه کچه نه یوه کچه د سولې خبرې اترې ترسره شي."
هغه وویل، "یو ځل چې دا بهیر پیل شي، نو خبرې په چټکۍ مخته تللی شي."








