شمالي کوریا لنډ واټن ویشتونکي توغندي وازمایل

د لنډ واټن ویشتونکو توغندیو له توغولو وروسته، خلک پر تلوېزیون د خپل مشر کیم جون اون خبر ته ګوري

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، د لنډ واټن ویشتونکو توغندیو له توغولو وروسته، خلک پر تلوېزیون د خپل مشر کیم جون اون خبر ته ګوري

د سوېلي کوریا د دفاع وزارت وايي، پر شمالي کوریا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا د نړیوالو بندیزونو له لګولو څو ساعته وروسته، شمالي کوریا سمندر ته د لنډ واټن ویشتونکي توغندي توغولي دي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د رایو په اکثریت پر شمالي کوریا د نړیوالو بندیزونو د ډېرولو پرېکړه لیک تصویب کړی دی.

خبریالان وايي، دا په تېرو دوو لسیزو کې د شمالي کوریا پروړاندې تر ټولو لوی ګام دی.

دا پرېکړه لیک تېره میاشت د شمالي کوریا د اتومي هڅې په غبرګون کې تصویب شوی دی.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما پخپله یوه وینا کې ویلي: ''نن، نړیوالې ټولنې، په یوه غږ سره شمالي کوریا ته یو ساده پیغام استولی دی: شمالي کوریا باید له دغو خطرناکو پروګرامونو لاس واخلي او د خپلو خلکو لپاره غوره تګلوری وټاکي''.

امریکا وړاندې له روسیې او چین سره، چې له شمالي کوریا سره یې حکومت نژدې اړیکي لري، ددغه پرېکړه لیک د تصویب پر سر موافقې ته رسېدلې وه.

د عکس سرچینه، ONU

د روان کال د جنورۍ پر شپږمه، شمالي کوریا د څلورم ځل لپاره اعلان وکړ چې یو اتوم بم یې ازمایلی دی.

د فبرورۍ پر اومه شمالي کوریا وویل، یو بل توغندی یې هم ازمایلی دی.

ددغه پرېکړه لیک په تصویبېدو سره، د ملګرو ملتونو غړي هېوادونه به اړ وي چې شمالي کوریا ته بار بېړۍ وارزوي او ځانونه ډاډمن کړي چې په دې بېړیو کې نا پوځي توکي بار دي.

په دې پرېکړه لیک کې د ډبرو سکرو پر پېر او پلور هم بندل لګول شوی، چې شمالي کوریا یې له نورو ځایونو سره لري.

په بندیزونو کې د شمالي کوریا ۱۷ کسان او ۱۲ نورې فضايي مؤسسې، د استخباراتو بنسټ او د دولتي جاسوسۍ ادارې هم شاملې دي.

د عکس سرچینه، Getty

په شمالي کوریا کې د بشري حقونو د وضعیت په تړاو د ملګرو ملتونو د ۲۰۱۴ کال په یوه راپور کې ویل شوي وو ''دغه هېواد په پراخه کچه بشري سرغړونې کړې دي، ګڼ وګړي یې تري تم شوي، ځینې نور بیا اجباري کار ته اړایستل شوي، ربړول وشي او پر ماشومانو جنسي تېري شوي دي''.