د یمن پر یوه مارکیټ بمبارۍ '۳۰ کسان وژلي'

د عکس سرچینه، EPA

د یمن پلازمېنه صنعاء کې امنیتي سرچینو او عیني شاهدانو ویلي، پر یوه مارکیټ هوايي برید لږترلږه ۳۰ کسان وژلي دي.

د یمن امنیتي سرچینو ویلي، د پلازمېنې صنعاء په شمال ختیځ کې پر یوه مارکیټ د عربي ایتلاف په بمبارۍ کې تر ۳۰ ډېر کسان وژل شوي.

بمباري د تېرې شنبې په ورځ شوې ده.

سرچینه وايي، برید د صنعاء ولایت په (نهم) ولسوالۍ کې شوی، چې ۳۰ نور کسان پکې ټپیان شوي.

ډېری وژل شوي او ټپیان ولسي وګړي دي.

د سعودي عربستان په مشرۍ د عربانو ایتلاف په یمن کې د حوثیانو او د پخواني ولسمشر علي عبدالله صالح پر پلویانو بمبارۍ پیل کړې دي.

ریاض غواړي چې ولسمشر عبد ربه منصور هادي، چې په نړیواله کچه پېژندل شوی ولسمشر دی، واک ته ورسېږي.

ملګري ملتونه وايي، د یمن په جګړه کې لږترلږه ۶۰۰۰ کسان وژل شوي، او سلګونه زره نور وګړي د جګړو له کبله تښتېدلي دي.

سعودي عربستان حوثي یاغیانو ته د ایران د نیابتي جګړه مارو په سترګه ګوري.