"اسلامي دولت" ۴۲ مسیحیان د پیسو مقابل کې خوشي کړل

"اسلامي دولت" ډلې ۴۲ بندي آشوري مسیحیان له پیسو ترلاسه کولو وروسته خوشي کړي دي. د آشوري دیموکراتانو ډلې تالیا یونان ویلي، خوشي شوي مسیحیان د سوریې شمال ختیځ تل تمر ښار ته رسېدلي دي.
نوموړې اسوشېټېډ پرېس خبري آژانس ته ویلي، د خوشي کولو بهیر د یوه جګپوړي آشوري راهب په منځګړیتوب ترسره شوی.
د "اسلامي دولت" ډلې جنګیالیو د سوریې پر شمال ختیځ الحسکه ولایت تر کنټرول وروسته چې د خابور سیند پر سوېلي څنډه یې ګڼ کلي لاندې کړل، دوه سوه آشوریان وتښتول.
ویل کېږي چې دغه کسان د پیسو لپاره تښتول شوي وو، چې د انسانانو تښتول د "اسلامي دولت" د تمویل یوه مهمه سرچینه ګڼل کېږي.
"اسلامي دولت" دوه میاشتې وړاندې نارویجی او بل چینایی له دې کبله ووژل چې د خوشي کولو په مقابل کې یې پیسې ورنه کړل شوې.
تالیا وايي، دغه ډغې ډلې د بندیانو د خوشي کولو مقابل کې ۱۸ میلیون ډالر غوښتي وو، بیا یې دا مبلغ د خبرو په درشل کې ټيټ کړ، خو ویې نه ویل چې په پای کې یې دې ډلې ته څومره پیسې ورکړې.
په سویډن کې مېشت د آشوري د بشري حقونو د شبکې مشر اسامه اډوارډ وویل، ۴۲ کسان، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي، خوشي شوي دي.

د عکس سرچینه، AFP
د سوریې د بشری حقونو د څار مخالفې ډلې هم دا خبر تایید کړی دی.
'ورکړل شوې فدیه'
د آشوریانو یوې سرچینې ویلي، په نړۍ کې د آشوریانو ډلو ددغو کسانو د خوشي کولو لپاره یو کمپاین پیل کړی و، چې ډېرې پیسې یې پکې راغونډې کړې وې، خو د راغونډو شویو پیسو کچه ۱۸ میلیون ډالرو ته ونه رسېده، بلکې نیمايي یې هم نه وه.
سرچینه وايي، د تښتونې پرمهال د پنځو آشوریانو برخلیک لاهم ناڅرګند دی.
د ویلو ده، الحسکه سیمه، چې ډېری اوسېدونکي یې کردان دي او د سوریې – ترکیې پر پوله پرته ده، په سوریه کې له "اسلامي دولت" سره د جګړې وروستی مورچل و.
په سوریه کې د کردانو دیموکرات ځواکونه وتوانېډل چې شداده سیمه ونیسي.
دا سیمه د "اسلامي دولت" له ټینګو مرکزونو څخه وه، چې ویل کېږي ګڼ بندیان یې همالته ساتل.

د عکس سرچینه، AFP
مسیحیان د سوریې د وګړو نژدې ۱۰ سلنه جوړوي، چې په تېرو شلو کلونو کې یې ډېری اروپايي هېوادونو ته ځانونه رسولي دي.








