بریتانوي الوتکو د روسي الوتکو مخنیوي لپاره الوت کړی

د تېر کال نومبر کې بریتانوي ټایفون الوتکو د روسي الوتکو لوری د اوقیانوس سمندر پر سر بدل کړ.
د عکس تشریح، د تېر کال نومبر کې بریتانوي ټایفون الوتکو د روسي الوتکو لوری د اوقیانوس سمندر پر سر بدل کړ.

د بریتانیا دفاع وزارت ویلي د هغو دوو روسي الوتکو مخنیوي لپاره د بریتانیا ټایفون ډوله الوتکو الوت وکړ، چې د بریتانیا د هوايي حدودو پر لور روانې وې.

رپوټونو کې ویل شوي، چې بریتانوي الوتکو له امنیتي خبرداري وروسته د بریتانیا کاونټي لنکن شایر له کونګسباني هوايي اډې نه الوت کړی.

د هوايي ځواک د ویاند په خبره بلیک جیکس ډوله روسۍ الوتکې د بریتانیا هوايي حریم ته نه دي ننوتې، خو وايي دغه الوتکې داسې یوې سیمې کې وې، چې د بریتانیا لپاره مهمه ده.

تېرو ۱۲ میاشتو کې شپږ ځله بریتانوي فضايي حریم ته د روسي الوتکو د ننوتو مخه نیوله شوې ده.

د تېر کال نومبر کې بریتانوي ټایفون الوتکو د دغسې روسي الوتکو لوری د اوقیانوس سمندر پر سر بدل کړ.

د بریتانیا هوايي ځواک په خبره دغسې پېښې رامنځته کېږي او وايي د امنیتي خبرداري له خپرېدو وروسته جنګې الوتکې الوت کوي.

د رایل سروس انسټیټیوټ اړوند یو پخوانی پیلوټ وايي، ' د بریتانیا فضايي حدودو ته د روسي الوتکو راتلو هېڅ دلیل نه شته او وايي دغسې پېښې یوازې دې ته اشاره ده، چې روسیه غواړي خپل زور وښيي'

نوموړی وايي:

''هغوی موږ جګړې ته نه پاروي، دا د سړې جګړې مهال نه دی، هغوی یوازې موږ ځوروي.''

تېر کال دسمبر کې بریتانوي چارواکو مسکو کې له روسي چارواکو سره د دغې موضوع په اړه خبرې وکړې.'