د زیکا ویروس "کېدای شي په ټولې نړۍ کې خپورشي"

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا د متحدو ایالتونو ساینس پوهانو د روغتیا نړیوال سازمان څخه غوښتنه کړې چې د زیکا ویروس په اړه فوري اقدامات وکړي، او وايي چې دا ویروس "کېداې شي په ټولې نړې کې خپورشي"
دغو ساینس پوهانو د امریکا په طبي مجلې کې د یوې لیکنې له لارې د روغتیا پر نړیوال سازمان باندې غږ کړی چې د ایبولا ویروس د خپرېدو له پېښې څخه سبق واخلي او د ناروغیو د کارپوهانو د یوې کمېټې یوه بېړنۍ غونډه جوړه کړي.
هغوې ویلي چې په ۲ کلونو کې ښايي یو واکسین چمتو شي خو کېدای شي لس کاله وخت وغواړي چې ټول خلک دغه واکسین ته لاسرسی پېداکړي.
زیکا ویروس، چې د ماشومانو د ککرۍ د کوچني کېدو او د ماغزو د نابشپړې ودې سره تړاو لري په برازیل کې د لویې وارخطايي سبب شوی.
هلته په زرګونو خلک ورباندې اخته شوي دي او تقریبا ۲۰ هېوادو ته ېې سرایت کړی.

د برازیل ولسمشرې، دیلما روسیف، د لاتینې امریکا له خلکو غوښتنه کړې چې د دې ویروس سره د مقابلې لپاره سره یو شي.
هغې په ایکوادور کې یوې سرمشریزې غونډې ته وویل د دې ناروغۍ په اړه د پوهې شریکول ښايي د هغې د مخنیوې یواځینۍ لاره وي. د سیمې هېوادونو د روغتیا وزیرانو یوه غونډه راتلونکې اوونۍ کې رابلل شوې ده.
د امریکا د طبي ټولنې په مجلې کې د یوې لیکنې په ترڅ کې ساینس پوهانو، ډانیل لوسي او لارنس ګوستین ویلي چې د ایبولا ویروس د خپریدو د تېرې پېښې په وخت کې د روغتیا نړیوال سازمان ونشوای کولای چې ژر اقدام وکړي چې ښايي دا د زرګونو خلکو د ژوند په بیه تمام شوی وي.
هغوې خبرداری ورکړی چې که د زیکا ویروس په اړه ګړندي اقدامات ونشي، کېداې شي هماغسې د یو لوې مصیبت سبب شي.
ښاغلي لوسي او ښاغلي ګوستین لیکلي چې "په فورې ډول باید یوه بېړنۍ کمېټه غونډه وکړي او د نړیوالې اندېښنې وړعمومي روغتیايي بېړني حالت د اعلانولو لپاره د اړتیا وړ شرایطو په اړه (د روغتیانړیوال سازمان) سرمنشي ته مشوره ورکړي"

هغوې زیاتوي چې: "خپله د کمېټې د جوړېدو پروسه به د نړیوالې پاملرنې، د پېسوراټولو، اوڅېړنو ته لاره پرانېزي."
د سپینې ماڼۍ ویاند، جوش ارنست، د چهارشنبې په ورځ وویل چې د امریکا د متحدو ایالتونو حکومت غواړي د دې ویروس سره تړلیو ګواښونو په اړه امریکایانو سره د خبرواترو لپاره لا نورې همغږې هڅې وکړي.
د علاج نشتوالی
د زیکا ویروس پر ضد تراوسه کوم اغېزمن داروګان نشته او ناروغي ېې علاج نه لري، د ټکساس پوهنتون د ساینسپوهانو ترمشرۍ لاندې د واکسین جوړولو لپاره هڅې روانې دي.
څېړونکي د څېړنو او بېلګو راټولولو لپاره برازیل ته تللي وو او اوس د ټکساس د ګالویسټن د سیمې په لابراتوارونو کې چې ټینګ امنیت ېې نيول شوی دی، په څېړنو بوخت دي.

د ګالویسټن ودانیو ته ننوتل د پولیسو او اېف بي ای مامورینو له خوا په ټینګه کنټرولېږي.د انساني ساري ناروغیو او معافیت د انسټیټوټ مشر، پروفیسر سکاټ ویور، د لابراتوار د ننه بي بي سي ته وویل خلک په ريښتیا باید له دې ویروس څخه ویره ولري.
"یقینا چې دا یو د پام وړ ګواښ دی، او که د مور په رحم کې یوماشوم ورباندې اخته شي او د ماشوم د ککرۍ یا سر د کوچني کېدو (Microcephaly) سبب شي، موږ نشو کولاې په دې نتیجې کې کوم بدلون راولو، دا داسې بده ناروغي ده چې کله کله وژونکې ده او یا د ټول ژوند لپاره د ماشومانو د روحي ناتوانۍ سبب کېږي. "
د زیکا ویروس په ۱۹۴۷کې د یوګنډا په زیکا نومي ځنګله کې په بیزوګانوکې وموندل شو، په ۱۹۵۴کې د لومړي ځل لپاره په نایجریا کې په انسانانو کې وموندل شو خو په لسګونو کاله ېې خلکوته کوم لوې ګواښ نه و پېداکړی او ساینسي ټولنې له پامه غورځولی و.

په ۲۰۰۷ کې د مایکرونیزیا د یاپ په ټاپو کې ناڅاپه د زیکا ویروس راڅرګند شو او د ځینو څېړونکو پام ېې ځانته راواړاوه.
پروفیسر ویور وايي د تېرکال په ترڅ کې دا ویروس ناڅاپه د کارابین په سیمې او لاتینې امریکا کې خپورشو، "احتمالا دوه میليونه خلک ورباندې اخته شول."
د بي بي سي خبریال جېمز کوک هغه لابراتوار ته دننه تللی و چې د زیکا ویروس علاج لټوي
د ناروغۍ نښې نښانې په ماشومانو اوغټانو کې د ډنګي تبې (Dengue fever) د نښو په شان دي، لکه د ریزش په شان دردونه، د سترګو التهاب، د بندونو درد او پر بدن د بخار راپېداکېدل خو په ځینو خلکو کې هېڅ کومې نښې نښانې نه وي موجودې.
په نادرو پېښوکې کېداې شي دا ناروغي د نورو عوارضو سبب شي لکه د ګیلن بغې سنډروم(Guillain-Barre syndrome) چې عصبي سیستم باندې اغېز کوي او د فلج سبب کېږي.
اېډس اېجپټي

د زیکا ویروس څه دی:
• د اېډس اېجپټي میاشو(Aedes aegyptimosquito) په وسیله خپريږي، چې د ډنګي تبه (Dengue fever) او زېړه تبه (Yellow fever) هم خپروي
• لومړی ځل په ۱۹۴۰ کلونو کې په افریقا کې وموندل شو خو اوس په لاتینې امریکا کې خپرېږي
• ساینسپوهان وايی زیاتېدونکي شواهد ښيي چې د سر د کوچنیوالي (Microcephaly) سره تړاو لري چې له امله ېې ماشومان د کوچني سر سره زيږېږي.
• د تبې او پر بدن د بخار راپېدا کېدو سبب کېدای شي خو په زیاترو خلکو کې کومې نښې نه وي موجودې، او تراوسه کوم علاج هم نه لري
• د زیکا ویروس سره د مقابلې یواځینۍ لار دا ده چې ولاړې اوبه چې میاشې په کې بچیان زېږوي، پاکې شي، او د میاشو د چیچلو په وړاندې د انسانانو ساتنه وشي








