"پاکستان څو دیني مدرسې تړلې دي"

د عکس سرچینه، BBC World Service

پاکستاني چارواکي وایي، څو دیني مدرسې یې تړلې دي چې د جیش محمد ډلې لخوا اداره کېدې. پاکستان په ۲۰۰۲ میلادي کال کې ددې ډلې فعالیت منع کړی وو.

پاکستان په داسې حال کې دا ګام پورته کوي چې دوه ورځې وړاندې ددې اسلامپالې ډلې څو غړي په پاکستان کې ونیول شول.

پاکستاني چارواکو ویلي، د جیش محمد مشر مولانا مسعود اظهر هم په دې وروستیو کې د نیول شویو کسانو په ډله کې دی.

هند د جیش محمد ډله د پاکستان پولې ته څېرمه د پنجاب ایالت د پټهان پر هوایي ډګر د برید مسووله بللې.

د جیش محمد ډلې مرکز په کشمیر کې دی او موخه یې دا ده چې کشمیر له هند نه بېل کړي. دې ډلې تراوسه په جامو کشمیر کې څو بریدونه ترسره کړي دي.