عراق: د رمادي له نیولو وروسته اسلامي دولت نومي ډلې ته د ماتې ورکولو هوډ

د عکس سرچینه، Reuters
د عراق لومړی وزیر حیدرالعبادي له د حکومتي ځواکونو له لوري د رمادي ښار له بېرته نیولو وروسته ویلي، 'اسلامي دولت' نومي ډله به له عراقه 'وشړله' شي.
په یوه ټلویزیوني وینا کې ښاغلي عبادي د عراق دویم لوی ښار موصل د نیولو هوډ هم څرګند کړی.
هغه وايي دا به د اسلامي دولت ډلې لپاره 'وروستی' او 'لوی' ګوزار وي.
له دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري د رمادي نیولو هرکلی کړی او په وینا یې دا د 'اسلامي دولت' نومي ډلې لپاره یو لویه ماتې ده.

د عکس سرچینه، Reuters
تېره مې میاشت کې رمادي د یادې سخت دریځې وسله والې ډلې ګوتو ته ورغی، چې دا د عراقي ځواکونو لپاره یوه 'لویه' ماتې بلل کېده.
له څو اونیو راهیسې حکومتي ځواکونو د رمادي نیولو لپاره چې د پلازمېنې بغداد په لوېدېځ ۹۰ کیلومترۍ کې پروت دی جګړه کوله.
د دوشنبې په ورځ د حکومتي ټلویزیون په تصویرونو کې لیدل کېږي، چې حکومتي ځواکونه د ښار په منځنۍ برخه کې پر حکومتي ودانۍ د عراق ملي بیرغ پورته کوي.
دپوځ ویاند برید جنرال یحیی رسول وايي د یوې 'اتلولۍ' په توګه یې رمادي ښار ازاد کړی دی.
عراقي چارواکو په دغه جګړه کې د اوښتو تلفاتو په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.
نوموړی وايي:

د عکس سرچینه، Reuters
'' موږ د موصل ازادولو هوډ کړی او دا به د داعش لپاره یوه سخته ماتې وي.''
په رمادي کې د بي بي سي خبریال تهوماس پېسې وايي، جګړې د ښار بڼه بدله کړې ده.
نوموړی وايي ماینونه لا هم په ښار کې شته او عراقي ځواکونه د هغو وسله والو لټون کوي، چې فکر کېږي، ښار کې اوس هم موجود دي.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر جان کېري د رمادي ښار نیولو له کبله عراقي ځواکونو ته مبارکي ویلي:
'' دا چې رمادي لا هم په بشپړه توګه نه دی نیول شوی او د ښار ځینې برخې لا هم داسې دي، چې باید بېرته له وسله والو ونیولې شي، خو د ښار پر مرکز د عراق مرکزي بیرغ رپیږي او د دښمن ځواکونو سخته ماتې خوړلې. ''
د رمادي نیولو لپاره حکومتي ځواکونو هغه شیعه ملېشې نه دي استولې، چې د تکریت ښار نیولو کې یې دوی سره مرسته وکړه.
د دې کار موخه د فرقه ییز تاوتریخوالي ډېرېدو مخنیوی بلل کېږي.








