"د کلیفورنیا بریدګرو په سلګونو کسان وژلی شول"

د سید رضوان فاروق عکس د موټر چلولو په لایسنس کې

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، د سید رضوان فاروق عکس د موټر چلولو په لایسنس کې

د امریکا د پلټنو فدرالي ادارې، اېف بي آی په کلېفورنیا کې د هغې جوړې کور لټولی دی چې په سان بېرناردینو کې په یوې مېلمستیا کې یې ۱۴ تنه وژلي وو.

سان بېرناردینو پولیس وايي، سید فاروق چې په خپلو همکارانو یې ډزې کړې وې او مېرمن یې تشفین مالک، په خپل کور کې دومره وسلې او بمونه لرل چې سلګونه کسان یې وژلی شول.

د عکس سرچینه، Reuters

د سان برناردینو د پولیسو مشر جر رود بورګوان وايي " په ردلنډز کې کور د څېړنو د تمرکز یوه برخه وګرځېده. زه تائیدوم چې هلته له پلټنو وروسته، دولس پیپ ډوله بمونه د دغه کور په ګراج کې موندل شوي. همدارنګه په دغه کور کې په سلګونو داسې توکي موندل شوي چې ډېری یې د بمونو د جوړلو لپاره کارېدلی شي".

د اېف بي آی په وینا د بریدګرو د وژنې انګیزه چې وروسته پولیسو ووژل نه ده څرګنده.

د عکس سرچینه، Getty

د امریکا په لاس انجلس کې د اف بي آي د فډرال پولیسو مشر د ډېوېډ باوېچ وویل " داسې ښکاري چې د ۲۰۱۴ کال د جولای په میاشت کې بېرته امریکا ته راغلی ؤ. څرنګه چې مې وړاندې هم وویل نه پوهېږم چې هغه نور کومو هېوادونو ته سفر کړی ؤ، خو په دې پوهېږم چې پاکستان ته تللی ؤ. د هغه مېرمن هم له K1 ډوله ویزې او پاسپورت سره دلته وه ".

د امریکا د استخباراتو چارواکو ویلي، چې ښاغلی فاروق د خواله رسنیو له لارې له اسلامي بنسټ پالو سره په تماس کې ؤ.