د اسرائیلي ځواکونو غازو تي خوری ماشوم وژلی

د عکس سرچینه، AFP
د فلسطین د روغتیا وزارت وايي، د اسرائیلي ځواکونو او فلسطیني ځوانانو ترمنځ د نښتو پرمهال یو اته میاشتنی ماشوم د سرتېرو لخوا د کارول شوي اوښلن ګاز له تنفس کولو وروسته مړ شوی دی.
دغه ماشوم د سوېلي بیت لحم په یوه کلي کې په خپل کور کې د دغه ګاز ور خپرېدا وژلی دی.
د اسرائیلو د پوځ یوه ویاند ویلي، د دې پېښې په اړه پلټنې کوي.
په دې سره د روانې میاشتې په تاوتریخوالي کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر تر۶۴ اوښتی دی.
په همدې موده کې د فلسطینیانو په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۱ تنه اسرائیلیان وژل شوي دي.
د مړه شوي ماشوم نوم رمضان ثوابته ښوول شوی دی.
د تېرې جمعې په ورځ (اکتوبر ۳۰مه)، د بښنې نړیوال سازمان" د اسرائیلي پوځيانو له خوا د فلسطینیانو پرله پسې وژنې خواشیني ښوولې او وايي چې اسرائیل په ښکاره له نړیوالو قوانینو سرغړونه کوي.
دغه سازمان وايي، لوېدیځې تراډې ته د سفر په اوږدو کې یې د خپلو غړو موندنو پربنسټ یو راپور چمتو کړی، چې اسرائیلي ځواکونو له وسلې نه په ناوړه ګټې اخیستو ملامت ګڼل شوي دي.
یوه میاشت وړاندې په مسجد الاقصی کې د یهودانو د کلني جشن په پیلېدو سره د فلسطینیانو او اسرائیلو ترمنځ نښتې او شخړې پیل شوې.








