واشنګټن مسکو کې د سوري ولسمشر پر هرکلي نیوکه کړې

د عکس سرچینه، Reuters
سپینې ماڼۍ د سې شنبې په ورځ مسکو کې د سوريې ولسمشر بشار الاسد ته د روسي چارواکو پر هرکلي کلکه نیوکه کړې ده.
د سپینې ماڼۍ یوه ویاند اریک شولټز ویلي: ''وینو چې د خپل ولس پرضد د کیمیاوي وسلو له کارولو وروسته پر سره غالۍ د اسد هرکلی په سوریه کې د سیاسي لېږد په تړاو د روسانو له اعلان شوي دریځ سره په ټکر کې عمل دی''.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د امریکا لویه اندېښنه دا ده چې روسیه د اسد پوځي ملاتړ ته دوام ورکوي.
سرچینه زیاتوي، دغه ملاتړ د اسد د حکومت له دریځ پیاوړي کولو سره مرسته کړې، او دا کار د کورنۍ جګړې اوږدېدو او د اورپکۍ پراخیېدو ته لاره هواروي.
مسکو ته اسد داسې مهال سفر کړی، چې درې اونۍ وړاندې روسیې د سوریې په قلمرو کې د حکومت ضد مخالفانو پرضد هوايي بریدونه پیل کړي، خو ظاهراً وايي چې هدف یې د ''اسلامي دولت'' ډلې ځپل دي.
دا په سوریه کې د ۲۰۱۱ کال له کورنۍ جګړې پیلېدو راپدېخوا، مسکو ته د بشار الاسد لومړی سفر دی.
اسد د خپل سفر پرمهال د سوریې په شخړه کې د روسیې پوځي مداخله ډېره وستایله.
دی وايي، د روسیې مداخلې په سوریه کې د ''ترهګرۍ د لمن پراخېدو مخه تر ډېره نیولې ده''.
پوتین له اسد سره تر کتنې وروسته د سعودي عربستان او ترکیې له چارواکو سره هم کتلي دي.

د عکس سرچینه، AFP
روسیې په وروستیو کې سوریه کې هوايي بریدونه پیل کړي چې وايي ''د ترهګرو مرکزونه'' په نښه کوي.
خو لوېدیځ او عربي هېوادونه وايي، د روسي بریدونو هدف د هغو وسله والو په نښه کول دي، چې د اسد د نظام پرضد جنګېږي.

د عکس سرچینه، AFP








