د امریکا اورېګون ایالت ډزو کې ۹ کسان وژل شوي

د عکس سرچینه، AP
د امریکا اورېګون په یوه کالج کې یوه ۲۶ کلن سړي، ډزو لږترلږه نهه کسان وژلي چې بیا وروسته برید کوونکی هم د پولیسو په ډزو وژل شوی دی.
د امریکا اورېګون ایالت روزینبرګ ښار د لوړو زده کړو په یوه مؤسسه کې یوه سړي نهه کسان په ډزو وژلي دي.
ویل کېږي وسله وال ۲۶ کلن دی او کریس هارپر میرسر نومیږي، چې بیا وروسته برید کوونکی هم د پولیسو په ډزو وژل شوی.
پېښه د تېرې پنجشنبې په ګهیځ شوې ده.
د وژل شویو د شمېر په اړه ضد او نقیض رپوټونه هم شته، خو د دوګلاس د پولیسو مشر جان هانلین وايي، د لسو کسانو وژل کېدل تایید شوي، چې یو پکې برید کوونکی دی.

د عکس سرچینه، AP
د امریکا ولسمشر بارک اوباما په امریکا کې د وسلو لرلو د قوانینو سختولو امر کړی و، چې په وینا یې "یوازې دعاګانې" کافي نه دي.
د پېښې ځای او دغه کالج کې نژدې ۳۰۰۰ کسان زده کړې کويو چې په یوه غرنۍ سیمه کې دی او له پورټلنډ نه سوېل ته نژدې ۲۸۰ کیلومتره لیرې پروت دی.
جان هانلین وايي، د پېښې ځای ته ژر تر ۱۰۰ ډېر پولیس ورسېدل.

د عکس سرچینه، AP
د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي ویلي، ولسمشر بارک اوباما ته د پېښې جزییات ورکړل شوي او وضعیت له نژدې څاري.
پورټلنډ کې د فدرالي پولیسو ویاند بیت سټیل بي بي سي ته ویلي، ګڼ فدرالي پولیس د پېښې ځای او د کالج انګړ ته تللي، او ګڼ نور پر لار دي.
سي اېن اېن خبري رسنۍ د روزنبرګ د پولیسو د مشر سرجنټ آرون دونبار له قوله ویلي "د کالج ودانۍ او انګړ بند کړل شوي دي".
د کالج له انګړ او ودانۍ نه زده کوونکي په بسونو کې یوې څېرمې سیمې ته وړل شوي چې خپلوان او کورنۍ یې له خوندیتوبه ډاډمنې شي.
د دغه کالج یوه مخکیني مشر جو اولسون ویلي، د کالج د ساتلو لپاره کوم ځانګړي امنیتي کسان نه وو، همدا وو چې تېر کال د امنیتي کسانو د ګومارول پرسر بحثونه پیل شول.

د عکس سرچینه، Google









