اوباما رخصتۍ کې کوم کتابونه لولي؟

د عکس سرچینه، AP
سپینې ماڼۍ د هغو کتابونو نوملړ خپور کړی، چې اټکل دی، ولسمشر بارک اوباما یې د ماساچوتس ایالت په مارتاز واینیارډ تفریحځي کې ولولي.
په دغو کتابونو کې ناولونه او د هوا د بدلون او په امریکا کې د توکمیزو اړیکو په اړه کتابونه هم دي.
په دې نوملړ کې یو کتاب د د پولیتزر د جایزې ګټونکې لیکوالې الیزابیت کولبرټ ''شپږم له منځه تلونکی'' کتاب دی، چې د انسانانو د فعالیتونو له کبله یې د اقلیم د بدولون په اړه لیکلی.
یو بل کتاب د ''نړۍ او زما ترمنځ'' دی، چې لیکوال تا نیهیسي کوټز د تورپوستو امریکایانو د ژوند په اړه لیکلی.
اوباما وايي، په دواړو کتابونو کې دده د واکمنۍ د لومړیو کلونو لومړیتوبونه راخیستل شوي دي.

د عکس سرچینه،
سپینه ماڼۍ وايي، اوباما به د جیمس سالټر ''هرڅه''، او د انتوني دور ''هره رڼا نه شي لیدل کېدای'' او د جومبا لاهیري ''ټیټې ځمکې'' په نومونو ناولونه هم ولولي.
خو وايي اوباما د ''واشنګټن.. ژوند'' په نامه کتاب لوستلو ته هم ملا تړلې ده، چې ران شیرنو د امریکا د لومړني ولسمشر جورج واشنګټن پر ژوندلیک لیکلی دی.
اوباما ماشومانو ته کتاب لیکلی
د امریکا ولسمشر بارک اوباما په ۲۰۱۰ کال کې د ماشومانو لپاره د "OF THEE I SING" په نامه کتاب چاپ کړی و.
بارک اوباما مخکې له دې چې د ۲۰۰۹ کال په جنورۍ میاشت کې د امریکا ولسمشر شي، دا کتاب لیکلی و.

د عکس سرچینه، BBC World Service
په دې ۴۰ پاڼې کتاب کې د امریکا ولسمشر جورج واشنګټن نه نیولې د بېسبال تر مشهور لوبغاړي جاکي روبینسن پورې ۱۳ امریکايي شخصیتونه انځور شوي دي.
د ویلو ده چې اوباما تر دې مخکې هم دوه کتابونه چاپ کړي، چې په بازار کې د ډېرو پلورل شوو کتابونو په کتار کې راغلي.
د اوباما د دغه نوي کتاب پر پوښتۍ د هغه د دوه لوڼو سارا او مالیا عکسونه کښل شوي، چې د خپل سپي "بو" تر شا منډې وهي.
ټاکل شوې چې د دغه کتاب له لارې ترلاسه کېدونکې پيسې به د هغو امریکايي پوځيانو د ماشومانو د زده کړې په برخه کې ولګول شي، چې په جګړو کې وژل شوي او یا ژوبل شوي دي.
دا کتاب د "رانډم هاوس" کتاب خپروندویې ټولنې لخوا چاپ شوی، چې لا له وړاندې په ۲۰۰۴ کال کې اوباما د درو نورو کتابونو چاپ تړون ورسره لاسلیک کړی و.
په رانډم هاوس کې د ماشومانو د برخې د کتابونو د چاپ مسؤول شيب جیبسن وايي "په دې کتاب کې هغه شخصیتونه راخیستل شوي، چې ټول امریکایان پرې راټولېدای شي."








