BBC News,
پښتو
مطلب ته ورشئ
برخې
کور پاڼه
ژوندۍ: ټلویزیوني خپرونې
افغانستان
پښتونخوا
نړۍ
ښځې
لوبې
ساینس او ټکنالوژي
هنر او ادب
راډیویي خپرونې
کور پاڼه
ژوندۍ: ټلویزیوني خپرونې
افغانستان
پښتونخوا
نړۍ
ښځې
لوبې
ساینس او ټکنالوژي
هنر او ادب
راډیویي خپرونې
د هیرو شیما ښار له اټومي برید وروسته
دې لپاره چې انټرنېټ مو لږ مصرف شي، یوازې متن ولولئ
۱۵ زمری ۱۳۹۴ - ۶ اګست ۲۰۱۵
زموږ همکار داود جنبش د جاپان له هیروشیما ښاره په زړه پورې عکسونه اخستې دي.
د عکس تشریح،
د هیروشیما د اورګاډي تم ځای چې ګڼ کورني او بهرني سیلانیان یې د دې اټومي بم ځپلي ښار د لیدو له پاره کاروي.
د عکس تشریح،
د سمندر پر غاړه د «پرېنس هوټل» له ۲۳ پوړ نه د هیروشمیا یوه سهارنۍ منظره.
د عکس تشریح،
دا عکس تر اټومي برید نژدې ۱۵ دقیقې وروسته له ۴ کیلومتره واټن څخه یوې پوځي بېړۍ اخیستی دی.
د عکس تشریح،
اټومي برید نژدې ټول ښار ایره کړ. یوازې دا ودانۍ ترې همداسې نیمه ړنګه پاتې شوه چې اوس د یادګار په ډول ساتل کېږي.
د عکس تشریح،
د اټومي برید د قربانیانو یادګار. د وژل شویو د نومونو ترڅنګ پرې دا جمله کښل شوې: « پرېږدئ چې دا ټولې ارواوې آرامې ویدې شي چې موږ بیا شیطاني عمل تکرار نه کړو.»
د عکس تشریح،
د اټومي برید د قربانیانو موزیم ته هرکال تر یو میلیونو ډېر وګړي ورځي. د جاپاني زده کوونکو دا ډله موزیم ته د ننه وتو انتظار کوي.
د عکس تشریح،
اټکل و چې پر هیروشیما به ۷۰ کاله بوټی زرغون نه شي. خو د برید پر هماغه مني لومړنۍ غوټۍ وټوکېدې. او اوس پکې د نباتي رنګونو یوه ننداره وي.
د عکس تشریح،
دا ونه هم چې د برید له مرکزه ۱۳۰۰ متره لرې وه، ورو ورو بېرته زرغونه شوه او اوس د سولې د سمبول په توګه ساتل کېږي.
د عکس تشریح،
د اوبو دا ډنډ د بم د قربانیانو د تندې سمبول دی چې وایي د مرګ پر مهال یې د «اوبو، اوبو» نارې وهلې.
د عکس تشریح،
دا مجسمه د دویمې نړیوالې جګړې د پایته رسېدو پر پنځوسم کال د برتاینا د کاوېنټري ښار له خوا د پخلاینې د نښې په توګه په هیروشیما کې لګول شوې ده.
د عکس تشریح،
د هیروشیما د بم ځپلو کوچنیانو یادګار. د نړۍ له ګوټ ګوټ نه دغه یادګار ته د کوچنیانو کاغذي ډالۍ تر لسو ټنو ډېرې شوې دي.
د عکس تشریح،
د هیروشیما یوه سوله ییزه سمندري څنډه. همدلته نژدې د ۱۹۴۵ کال د آګست پر ۶ د سهار پر ۸ بجو او ۱۶ دقیقو امریکایي الوتکې لومړنی اټومی بم غورځولی و.
د عکس تشریح،
د سره صلیب نړیوالې کمیټې د هیروشیما د اټومي ناورین د ۷۰ یمې کلیزې په درشل کې د آسیا- اوقیانوسیه سیمې خبریالان پر ناورینو د غږېدو له پاره هیروشیما ته وربللي وو.
د عکس تشریح،
د خبریالانو په دې غونډه د افغانستان په کورني کړکېچ کې د رسنیو پر ونډه هم خبرې وشوې.
مهم خبرونه
نړیوال بانک: د طالبانو حکومت تېر کال شاوخوا ۹۷ میلیارده افغانۍ امنیتي برخې ته ځانګړې کړې وې
۱۴ دقیقې وړاندې
د ملګرو ملتونو مرستیاله مشره: د امریکا مرستو کمېدل افغانستان کې زموږ "پر کارونو پاموړ اغېز نه لري"
۱ ساعت وړاندې
سکاټلنډ د نړیوال جام لوبډلې ته نوی افغان لوبغاړی غوره کړی
۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۷ جنوري ۲۰۲۶
ځانګړي مطالب
د نیپا وژونکی وېروس څه شی دی او څنګه خپرېږي؟
۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۷ جنوري ۲۰۲۶
ایا د "پوځي خوب طریقه" تاسو په دوو دقیقو کې ویده کولای شي؟
۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۷ جنوري ۲۰۲۶
د طالبانو حکومت وایي، د تېر کال په پرتله سږ کال ډېرې مېوې بهر ته صادرې شوې دي
۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۷ جنوري ۲۰۲۶
ایا د امریکا په اړه د پاکستان تګلاره بريالۍ وه؟
۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۷ جنوري ۲۰۲۶
درس
You might also like:
news
|
sport
|
weather
|
worklife
|
travel
|
future
|
culture
|
world
|
business
|
technology