د شانګهای سازمان د افغانستان د امنیت په اړه غونډه کوي

د عکس سرچینه، BBC World Service
- Author, هدایت الله همیم
- دنده, بي بي سي
د چین د بهرنیو چارو مرستیال وزیر وویل، اټکل دی چې د روانې اونۍ ترپایه د <link type="page"><caption> شانګهای د ملګرتیا سازمان</caption><url href="http://www.bbc.com/pashto/world/2010/03/100323_hh-shanghai-organizaton" platform="highweb"/></link> غونډه وشي، چې د چین ولسمشر شي جین پینګ به پکې ګډون وکړي او د افغانستان امنیت به یې د سر موضوع وي.
بیجینګ ادعا کوي، د چین لوېدیځ سینکیانګ ولایت کې بېلتونپالې ډلې، چې زیاتره یې اویغوري مسلمانان دي، د "ختیځ ترکستان" په نوم د یوه خپلواک دولت د جوړېدو هڅې کوي، او پر پاکستان او افغانستان سربېره، د منځنۍ آسیا له سخت دریځو ډلو سره تړاو لري.
<link type="page"><caption> د شانګهای د ملګرتيا سازمان و پېژنئ</caption><url href="http://www.bbc.com/pashto/world/2010/03/100323_hh-shanghai-organizaton" platform="highweb"/></link>
چین دا ادعا هم کوي چې په اویغور کې د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ فعالان له "اسلامي دولت" (داعش) ډلې سره همکاري لري.
هند او پاکستان
د آسیا دوه اتوم لرونکي ګاونډیان، خو د ترینګلي ګاونډیتوب هېوادونه هند او پاکستان دا اونۍ د روسیې او چین په مشرۍ د آسیا د شانګهای د همکارۍ او ملګرتیا له سازمان سره یوځای شول. دغه سازمان په ۲۰۰۱ کال کې جوړ شوی.
د شانګهای د همکارۍ سازمان کې چین، روسیه، تاجکستان، ازبکستان او قرغیزستان غړیتوب لري، خو هند، پاکستان، ایران، افغانستان او منګولیا یې څارونکي دي.
د چین د بهرنیو چارو مرستیال وزیر چینګ ګوپینګ د دوشنبې په ورځ (جولای ۶) وویل "د شانګهای د همکارۍ سازمان په غوړېدو سره له دغه سازمان سره د نورو هېوادونو د یوځای کېدو هوډ پیدا شوی".
نوموړی وايي، له شانګهای سازمان سره به د هند او پاکستان یوځای کېدل د سازمان پرمختګ کې مهم رول ولري، همداشان، د دغو دواړو ګاونډيو هېوادونو ترینګلي اړیکي به ورغوي".
هند او پاکستان له ۱۹۴۷ کال راهیسې درې ځلې له یو بل سره جګړې کړې دي، چې دوه یې د کشمیر پر سر وې، او دا لانجه تراوسه پاتې ده او هر یو یې د خپل ځان د ملکیت ادعا کوي.
پاکستان پر هند تور پورې کوي چې ګني په طبیعي زېرمو بډایه بلوچستان ایالت کې د بېلتون غوښتونکو ملا تړي.
د شانګهای د همکارۍ سازمان د سخت دریځو اسلامپالو له خوا د راپورته کېدونکو ګواښونو د مخنیوي او له افغانستان نه د نشه يي توکو د قاچاق له منځه وړلو په موخه جوړ شوی.

د شانګهای دغړو هېوادونو مساحت د آسيا او اروپا په سلو کې يو شپيته خاوره او د وګړو د شمېر له مخې د نړۍ څلورمه برخه وګړي په دې هېوادونو کې ژوند کوي.
د شانګهای تېرې غونډې:
- د ۲۰۰۱ کال د جون ۱۴-۱۵ نېټه: شانګهای، چین
- د ۲۰۰۲ کال د جون ۷ نېټه: پترزبورګ، روسیه
- د ۲۰۰۳ کال د مې ۲۸-۲۹ نېټه: مسکو
- د ۲۰۰۴ کال د جون ۱۷ نېټه: تاشکند، ازبکستان
- د ۲۰۰۵ کال د جولای ۵ نېټه: آستانه، قزاقستان
- د ۲۰۰۶ کال د جون ۱۴ -۱۵- نېټه: شانګهای
- د ۲۰۰۷ کال د اګست ۱۶ نېټه: بيشکيک، قرغیزستان
- د ۲۰۰۸ کال د اګست ۲۸ نېټه: دوشنبه، تاجکستان
- د ۲۰۰۹ کال د جون ۱۵-۱۶ نېټه: ايکاترينبورګ، روسیه
- د ۲۰۱۰ کال د جون ۱۰-۱۱ نېټه: تاشکند، ازبکستان
- د ۲۰۱۱ کال د جون ۱۴- ۱۵ نېټه: استانه، قزاقستان
- د ۲۰۱۲ کال د جون ۶ – ۷ نېټه: بیجینګ، چین
- د ۲۰۱۳ کال د سپتمبر ۱۳ نېټه: بیشکیک، قرغیزستان
- د ۲۰۱۴ کال د سپتمبر ۱۱ – ۱۲ نېټه: دوشنبه، تاجکستان








