اندونيزيا: د مخدره توکيو د قاچاق په تور دريو کسانو ته د مرګ سزا خبرداری

د عکس سرچینه، epa
د مرګ په سزا محکوم ۱۰ کسانو څخه دريو ته يې د مخدره توکيو د قاچاق په تور د مرګ سزا خبرداری ورکړ.
دوه استراليايان انډرو چن، مايرن سوکورمن او يوه فليفينۍ ښځه مري جېن وېلوسو ته د ژر پېښېدونکې مرګ سزا واوروله.
د اندونيزيا تر قانون لاندې مجرمينو ته بايد ۷۲ ساعته وړاندې د اعدام خبر ورکړل شي. تراوسه د دې سزا تاريخ نه دی ټاکل شوی.
ويل کېږي دا کسان د نوسکمبنګن ټاپو په بندځای کې دي.
د استراليا د بهرنيو چارو وزېرې جولي بېشاب وايي د دې کسانو د سزا کمولو لپاره به خپل کار دوام ورکړي. خو تراوسه د اندونيزيا حکومت ددې پېښې په اړوند ټولې غوښتنې رد کړې دي.
د وېلوسو مور، پلار، دوه زامن او خور د شنبې پر ورځ د وېلسو لپدلو لپاره بندځای ته ورغلل او له دې سره يې وکتل.
د وېلوسو وکيل خبريالانو ته وويل "تراوسه اعدام نشته"، دا يوازې امر دی، تر اوسه د اعدام وخت نه دی ټاکل شوی".




