بلجيم کې پوځ امنيت ټينگولو لپاره لارو کوڅو ته وتلى

د عکس سرچینه، Reuters
په بلجيم کې د ترهگرۍ ضد يو شمېر چاپو او نيونو وروسته، پوځيان د يو شمېر هغو ځايونو د ساتنې لپاره پر دندو گومارل شوي، چې د ترهگرو له لوري ورباندې د بريد شونتيا ډېره ده.
شاو خوا ٣٠٠ سرتيري د بلجيم په پلازمېنه او نورو سيمو کې ځاى پر ځاى شوي دي.
د يهودي ښوونځيو او دولتي ودانيو د باندې په يونيفورم کې نغښتي سرتيري ليدل کېږي.
د فرانسې په پلازمېنه پاريس کې تېره اوونۍ د اسلامپالو وسله والو له لوري د ١٧ کسانو له وژل کېدا وروسته اوس اروپا د تيار سئ په لوړې کچې کې ده.
د تېرې يوې اوونۍ په اوږدو کې په فرانسه، جرمني او بلجيم کې د ترهگريزو فعاليتونو په شک څه د پاسه ٢٠ کسان نيول شوي دي.
د امنيتي خطر کچه دريمې درجې ته پورته شوې چې د گواښ دويمه تر ټولو لوړه کچه ده، او لږ تر لږه به يوې اوونۍ لپاره په خپل حال پاتې دوي.
ترهگرۍ ضد عمليات
د بلجیم ځانګړو پولیسو د ترهګرۍ پرضد د پراخو عملیاتو په ترڅ کې تېره پنجشنبه دوه مشکوک اورپکي ووژل.
اټکل دی، چې وژل شوي اورپکي له سوریې نه ستانه شوي کسان وو.
د رپوټونو له مخې، دغه کسان د بلجیم په ختيځ ورویه ښار کې وژل شوي.
د بلجيم فدرالي څارنوالی اریک فان درسیپت ویلي، د عملیاتو په لړ کې درېیم مشکوک کس نیول شوی، خو پولیسو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
د نوموړي په وینا، پولیسو د ځینو هغو کسانو د راغونډېدو پرځای هجوم وروړ، چې تازه له سوریې نه ستانه شوي وو، خو غوښتل یې چې په څو ساعتونو کې بریدونه طرح کړي.
د بلجیم چارواکي وايي د دغه هېواد تر ۳۰۰ ډېر وګړي سوریې او عراق ته تللي او له هلته د اسلامپالو په لیکو کې جنګېدلي دي.








