پاکستان: په مرګ محکوم شويو کسانو به رحم ونه شي

د عکس سرچینه، BBC World Service
پاکستاني چارواکي وايي، د دغه هېواد ولسمشر ممنون حسین تر ۵۰ ډېرو هغو کسانو لخوا د رحم غوښتنه رد کړې، چې د ترهګریزو پېښو په تړاو په مرګ محکوم شوي دي. پاکستاني حکومت همداراز د اعدام د حکم د صادرېدو او پلي کېدو تر منځ وخت هم دریو ورځو ته را کم کړی دی.
دوی وايي، چې ۵۰ تنه په اعدام باندې محکوم شوي کسان اوس له دغې سزا سره مخامخ دي، چې حکومت پرې د محکمې دا حکم سر له اوسه پلی کولای شي.
تېره اونۍ د پېښور پر یوه ښوونځي باندې د وسله والو له برید وروسته پاکستان د اعدام پر سزا باندې لګول شوی بندیز لرې کړ.
په لندن کې د پاکستان سفیر سید ابن عباس بي بي سي ته وویل، چې محکمې او حکومت دا پرېکړه د اړوند قانوني بهیر له بشپړولو وروسته کړې ده.
خو د بشري حقونو فعالان د دغه بهیر روڼوالي ته اندېښمن دي. د بښنې په نامه د یوې برتانیا مېشتې ټولنې مشر کلایف سمېت وايي، پاکستان باید په دې برخه کې له بیړې کار وا نخلي.
تر دې وړاندې د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف ویلي وو، اوس د دې وخت را رسېدلی، چې د ده په وینا پاکستان د ترهګرۍ له کرغېړنې ستونزې ځان خلاص کړي.




