د اسلامي دولت له خوا پلان شوی پولي واحد

د لسو درهمو سکه (انځور د اې پي دی).

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، د لسو درهمو سکه (انځور د اې پي دی).

''اسلامي دولت'' ډلې د تېرې پنجشنبې په ورځ د دغې ډلې اړوندې سکې (پولي واحد) رایستلو اعلان وکړ، چې وايي د عراق او سوریې په هغو سیمو کې به ګټه ترې اخیستل کېږي، چې دغه ډله پرې واکمنه ده.‌

پر انټرنېټ د جهادي ډلو خوا په خپرو شویو څرګندونو کې راغلي چې دغه سکې له ''(زرینو او سپینو زرو او ستسک مسو څخه جوړېږي.''

په څرګندونو کې دا هم راغلي چې سکه د اسلامي دولت د ''بیت المال دیوان'' ټاپه هم لري، چې د دغې ډلې له خوا د اعلان شوي خلیفه (ابو بکر البغدادي) له خوا یې د جوړېدو امر شوی دی.‌

اسلامي دولت واييو ددغې سکې له جوړولو یې هدف دا دی چې اوسنی (شیطاني) معمول نقدي نظام،‌ چې پرمسلمانانو تپل شوی او د هغوی د غلام کېدو لامل ګرځېدلی،‌ د مسلمانانو د خلاصون سبب وګرځي او له ''سود څخه د ډک نړیوال شیطاني اقتصادي نظام'' څخه خلا شي.

ددغې ډلې په یوه اړونده وېبپاڼه کې راغلي ''د اسلامي دولت شورا'' د البغدادي دغه لارښوونه تصویب کړې ده.‌

دغې ډلې پر انټرنېټ د جوړېدونکو سکو انځورونه هم خپاره کړي دي، چې وايي په ورځنیو راکړو ورکړو کې به د ډالر پرځای ګټه ترې اخیستل کېږي.

د لسو درهمو د سکې انځور (انځور:‌ اې.‌ پي).

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، د لسو درهمو د سکې انځور (انځور:‌ اې.‌ پي).
د لسو فلوسو د سکې انځور (انځور:‌ اې.‌ پي).

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، د لسو فلوسو د سکې انځور (انځور:‌ اې.‌ پي).
د یوه دینار د سکې انځور (انځور:‌ اې.‌ پي).

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، د یوه دینار د سکې انځور (انځور:‌ اې.‌ پي).
د پنځو دینارو د سکې انځور (انځور:‌ اې.‌ پي).

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، د پنځو دینارو د سکې انځور (انځور:‌ اې.‌ پي).
د یوه درهم د سکې انځور (انځور:‌ اې.‌ پي).

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، د یوه درهم د سکې انځور (انځور:‌ اې.‌ پي).