جاپان به د هستوي تاسیساتو کار بیا پیل کړي

د عکس سرچینه، b
جاپان د دوو هستوي تاسیساتو کار چې د اتوم د ماتېدو په ترڅ کې برېښنا توليدوله څو کاله وځنډاوه خو تمه کېږي چې له سره به دغه هستوي تاسیسات فعاله کړي.
جاپان په ۲۰۱۱ کال کې د فوکوشيما په بټۍ کې له رامنځته شوې پېښې وروسته، د برېښنا توليد درولی و.
د فوکو شیما هستوي تاسیسات د یوې زورورې زلزلې او له دغې زلزلې وروسته د څونامي د يوې څپې له کبله ويجاړ شول او له هغه وروسته د پرتوزوا زياته اندازه وتل له دغې بټۍ پيل شول.
ټاکل شوې ده اتومي ريکتورونه د سندای په تاسيساتو کې لومړني ريکتورونه وي، چې له درې کلن ځنډ وروسته بېرته خپل فعاليت پيلوي.
د کاګوشیما ایالتي مشر یو ایچیرو ایتو ویلي، له پراخې مطالعې وروسته او په بېلا بېلو امکاناتو سره د سندای په تاسیساتو کې د اتومي انرژۍ د تولید د کار پیل سره یې هوکړه کړې ده.

د عکس سرچینه، b
تمه ده د سندای تاسیساتو کار د امنیتي ځواکونو له ارزونې وروسته په راتلونکي زیږدیز کال کې له سره پیل شي.
د فوکو شیما له پېښې مخکې د جاپان ۳۰ سلنه برېښنايي اړتیا د هستې ماتېدو له کبله په ۴۸ تاسیساتو کې توليدې ده.
د جاپان لومړي وزیر شینزو ابې د ټولو تړلو هستوي تاسیساتو د بیا پرانیستو غوښتنه کړې ده.








