'د ایبولا د مخنیوي لپاره اړین وسایل نه شته'

د عکس سرچینه، Reuters
د ایبولا د خپریدو مخنیوي لپاره د ملګرو ملتونو ادارې د ماموریت مشر ټوني بینبر وايي، د دغې وژونکې ناروغۍ له منځه وړلو لپاره اړین وسایل نه شته.
ټوني بینبری دغه خبرې د لایبیریا، سیرالیون او ګېني ته له سفره وروسته بي بي سي سره په خبرو کې کړې.
د نوموړي په وینا سره له دې چې بریتانیا، چین، کیوبا او امریکا لخوا یې مرستې تر لاسه کړې خو د ایبولا د پای ته رسولو لپاره بېړنیو مرستو ته اړتیا ده.
د روغتیا نړیوالې ادارې په وینا، ایبولا تر دې دمه ۴۸۱۸ کسان وژلي چې وايي، ۴۷۹۱ کسان یې په لویدیځه افریقا کې وژلي دي.
همدارنګه د روغتیا نړیوال سازمان ویلي وه لایبیریا چې د ایبولا له کبله ډېره زمانمنه شوې د ایبولا خپرویدو کمښت پکې څرګند شوی.
د روغتیا نړیوال سازمان بروس ایلیورډ په وینا دی باوري دی، چې ایبولا کابو کېږي، خو نوموړي خبرداری ورکړ، چې ایبولا بحران لا هم پای ته نه دی رسېدلی.

د عکس سرچینه، AFP
بل لور ته امریکايي چارواکي وايي، لوېدېځه افریقا کې د ایبولا مخنیوي او دغه راز امریکا متحدو ایالتونو ته د دغې وبا رسېدو مخې ډب کولو لپاره به ولسمشر باراک اوباما کانګریس نه د شپږ اعشاریه دوه میلیاردو ډالرو مرستې منظوري وغواړي.
د چاوراکو په وینا، ولسمشر به دې لړ کې د پنځه اعشاریه څلور میلیاردو ډالرو سملاسي منظوري غوښتنه وکړي.








