اسلامي دولت: اورپکو د عراق انبار يوې قبيلې ۵۰ کسه وژلي

د عکس سرچینه، Reuters
د عراق لوېديځ انبار ولايت کې چارواکي او قومي مشران وايي د اسلامی دولت په نامه ډلې اورپکو د يوې قبيلې ۵۰ کسه وژلي دي.
د راپورونو له مخې البو نمر قبيلې سړي او ښځې د اورپکو پر وړاندې مقاومت په غچ کې په ليکه شوي او ويشتل شوي دي.
تېره اوونۍ د همدې قبيلې يو شمېر نور مړي هم په ډله ييزو قبرونو کې موندل شوي وو.
د "اسلامی دولت" اورپکي د عراق او ګاونډۍ سوريې پر پراخو سيمو ولکه لري.
په همدې وخت کې د فرانسې خبري اېجنسۍ د سوريې بشري حقونو بریتانيا مېشتې څار ډلې له وينا ويلي د سوريې پر پوله د کوباني سټراټيژيک ښارګوټي ولکې لپاره د تېرو دريو ورځو نښتو کې د اسلامي دولت ۱۰۰ تنه جنګیالي وژل شوي دي.
د جمعې پر ورځ د عراق شاوخوا ۱۵۰ پېشمرګه جنګيالي د سوريې کردانو ملاتړ ته، چې له شپږو اوونیو راهيسې د اسلامي دولت پر وړاندې د دغه ښارګوټي دفاع کوي، له ترکيې ورتېر شول.
د سوريې څار ډلې ويلي چې جګړه کې ۹۵۰ خلک وژل شوي، چې څه د پاسه نيم يې د اسلامي دولت جنګيالي وو.
پلان شوې سټراټيژي
يوه ځايی چارواکي اسوشيېټېډ پرېس خبري اېجنسۍ ته ويلي چې د سنۍ قبيلې نارينه او ښځې د جمعې پر ورځ د ولايتي مرکز رمادی په شمال رأس الماء کلی کې وژل شوي دي.
فالح العيساوي ويلي د دغې قبيلې ډېر غړي تېره مياشت له هيت ښارګوټي سره نژدې، چې اسلامی دولت نيولی، له خپلو کورونو تښتېدلي وو.
د البو نمر قبيله د اسلامي دولت پر وړاندې جګړې لپاره د شيعه ګانو په مشرۍ حکومت سره يو ځای شوې ده.
پر قبيلو د فشار له راتلو سره چې يوې يا بلې غاړه ته واوړي، ډېرې ورته نورې وژنې هم شوې دي.
څېړونکي وايي ډله ييزې وژنې هم د اسلامي دولت يوه ډېره پلان شوې سټراټيژي ده، چې د خبلو مخالفانو ترمنځ وېره او ډار خپور کړي.
يوه ځايي چارواکي صباح کرهوت په انبار کې دغه وژنې بشر ضد جرم بللی، او د سني قبيلو لپاره، چې په انبار کې د اورپکو پر وړاندې جنګېږي، د نور نړيوال ملاتړ غږ کړی دی.
د امريکا د دفاع وزیر چک هېګل ويلي په عراق کې د اسلامي دولت جنګیاليو په لاس د سني قبيلې خلکو دغه وژنه په جګړه کې د "هغه څه وحشي واقعيت دی چې موږ ورسره چلن کوو".
امريکا څو ورځې مخکې د البو نمر قبيلې ته لومړی ځل له هوا د خوړو مرستندويه توکي غورځولي وو.
اسلامي دولت تر خپلې ولکې لاندې سيمو پراخولو لړ کې د انبار ولايت ګڼ شمېر سيمې نيولې، او اوس مهال د عراق او سوريې دواړو يو پر درې برخه کنټرولوي.








