اسرائیلو پر غزې د 'اوږدو' عملیاتو خبرداری ورکړی

د عکس سرچینه، AP
د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو پر غزې تراډې د اوږدو عملیاتو خبرداری ورکړی دی.
په تېرو څلورویشتو ساعتونو کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر ۹۱ ته رسېدلی.
اسرائیلو د اختر پر لومړۍ ورځ پر غزې، خان یونس، جبالیا او البریج کډوالو کمپ بباري کړي دي.
د سې شنبې پر ګهیځ (چې د کوچني اختر دویمه ورځ کېږي)، اسرائیلي جنګي الوتکو د غزې ښار لوېدیځ الشاطئ کمپ بمبار کړی.
دوی وايي، چې هدف یې د حماس د سیاسي دفتر د مرستیال مشر اسمعیل هنیه کور په نښه کول وو چې دوه توغندي یې پرې توغولي دي.
په توغندیو کې هنیه ته هېڅ زیان نه دی اوښتی.
د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د تېرې دوشنبې پر ورځ وویل، اسرائیل پر غزې تراډې د اوږدې جګړې لپاره چمتووالی نیسي.
نتنیاهو مني، چې هېواد یې له سختو ورځو سره مخامخ دی:
"موږ د اوږدمهالې جګړې لپاره چمتووالي ته اړ یو. د خپل ماموریت بشپړولو لپاره قوي خوځښت ته اړتیا لرو".
نوموړی زیاتوي، تر هغو به جګړو ته دوام ورکړ، چې تونلونه مو په بشپړه توګه نه وي ویجاړ کړي.
خو د حماس ډلې ویاند سامي ابو زهري د نتنیاهو دا څرګندونې د فلسطیني جنګیالیو ډلو پروړاندې د ماتې خوړل بللي دي.
په قطر کې د حماس یوه ویاند حسام بدران بي بي سي ته ویلي، د فلسطیني ډلو بې وسله کېدل هېڅ مطرح شوې خبره نه ده.
عملیات

د عکس سرچینه، EPA
په غزه کې د بي بي سي خبریال وايي، اسرائیلي الوتکو د سې شنبې پر ګهیځ د غزې په جنوبي، شمالي او مرکزي سیمو کې پر لسګونو کورونو بمباري کړې او د اوسېدو یوشمېر کورونه یې ویجاړ کړي دي.
د اسرائیلي پوځ ویاند ادعا کوي، چې له غزې تراډې پر اسرائیلو درې توغندي توغول شوي.
پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر ۱۰۹۵ او د ټپیانو شمېر ۶۵۰۰ ته رسېدلی دی.
خو د اسرائیلو ۴۸ پوځيان او درې ولسي وګړي او یو بهرنی وژل شوي دي.
د غزې پر اسمان اسرائیلي پوځ لسګونه رڼا اچوونکي بمونه غورځولي، ګڼې سیمې سوځېدلې دي.
طبي سرچینو ویلي، په دغو بریدونو کې چې د الشاطئ د کډوالو پر کمپ شوي، لږترلږه لس ماشومان وژلي دي.
زموږ خبریال وايي، پر یوه بل برید کې د الشفاء روغتون په نښه شوی، چې لږترلږه دېر کسان یې ټپیان کړي دي.
د فلسطین د روغتیا وزارت ویلي، د اسرائیلو په ۲۲ ورځنیو بریدونو کې لږترلږه ۲۳۶ ماشومان، ۹۳ ښځې او ۴۷ بوډاګان وژل شوي.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس سرچینه، AFP








